اسرائیلي یرغلګرو یو فلسطینی ځوان وژلی او شپاړس يې ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ تله ، ۱۳۹۷ل):  اسرائيلي یرغلګرو يو فلسطينی ځوان په ډزو وژلی او ۱۶ نور يې ټپيان کړي.

اسرائيلي عسکرو پر سوله ييزو لاريونکوونکو کړي او دغه مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د فلسطين د روغتيا وزير رسنيو ته ويلي، چې د محمد ابو صادق په نوم ۲۱ کلن ځوان د اسرائيلي عسکرو په ډزو وژل شوی او شپاړس نور ټپيان دي، چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د اسرائيلي يرغلګرو په ډزو کې د اناضول خبري اژانس يو خبريال هم ټپي شوی او کامره يې ماته شوې ده.

تېره ورځ سلګونو فلسطينيانو خپلې پلرنۍ خاورې ته د بېرته ستنېدو په موخه لاريون کې له ملګرو ملتونو او بشري ټولنو د خپلو حقونو غوښتنه کوله، چې اسرائيلي عسکرو پرې ډزې وکړې.

پر سوله ييزو لاريونونو د بريدونو په اړه د فلسطین ملي غورځنګ له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د وضعيت د څار او کنټرول لپاره جدي  ګامونه پورته کړي او غزه کې د بشري ناورين مخنیوی وکړي.

د غزې زرګونو کسانو خپل پلرني ټاټوبي ته د بېرته ګرځېدو په موخه له تېرو شپږو مياشتو راهيسې سوله ييز لاريون پيل کړی، خو اسرائيلي عسکر يې پر ضد له تاوتريخوالي ډک ګامونه اخلي، ډزې پرې کوي او اوښکې بهوونکی ګاز پرې شيندي، خو ملګرو ملتونو او بشري حقونو ټولنو تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی اخيستی او امریکا د دغو وژنو او ځورونو په اړه د اسرائيلي يرغلګرو ملاتړ کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د