خامنئي: پر ایران بريد د اماراتو او سعودي په مرسته شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ تله ، ۱۳۹۷ل):  د ایراني انقلاب مذهبي مشر علي خامنئي ويلي، چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د ایران په جنوب اهواز ښار کې د شوي بريد ملاتړ کړی، چې له امله ۲۵ کسان وژل شوي او له شپتېو زيات ټپيان وو.

خامنئي ګواښ کړی، چې د دغه بريد ملاتړ کوونکو پر ضد به جدي ګام پورته کړي او د خپلو خلکو غچ به واخلي.

د خامنئي له رسمي ويب پاڼې په خپره شوې اعلاميه کې راغلي: «دغه برید هغو  بزدله ترهګرو کړی، چې په عراق او سوريه محاصره شوي او دلته يې د امریکا د خوشحالولو لپاره د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ملاتړ دغه برید وکړ»

د ایران د استخباراتو وزير محمود علوي ويلي، چې د اهواز د بريد په تړاو يې هغه ډله نيولې، چې دغه بريد يې پلان کړی و او ګواښ يې کړی، چې نیول شوي بریدګر او ملاتړي به يې د دغه بريد درنه بيعه پرې کړي.

د ایران د سپاه پاسداران ځواک مرستيال حسين سلامي ويلي، چې دغه بريد د امریکا او اسرائيلو په لارښوونه شوی دی.

د ایران په جنوب لويديځ اهواز ښار کې د شوي بريد قربانيان تېره ورځ خاورو ته وسپارل شوي او ايران د تېرې دوشنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړی و.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د اماراتو د سفارت شاردافير ورغوښتی و او د اهواز د بريد په تړاو د اماراتي چارواکو ملاتړ کوونکو څرګندونو په اړه يې ورته سخت احتجاج کړی دی.

تر دې وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم تور لګولی و، چې د دغه بريد تر شا د ځينو خليجي دولتونو لاس دی. همدارنګه د ایران لوی درستيز هم ويلي و، چې د سيمې هېوادونه دې په خپلو پاليسو بيا کتنه وکړي او له ایران سره دې د دښمنۍ له فکر څخه لاس واخلي او د ایران له ولس څخه دې بښنه وغواړي.

د اماراتو د بهرنيو چارو وزير انو قرقاش د ایران تورونه رد کړي او هغه يې بې بنسټه بللي دي.

د اماراتو پوهنتون کې د سياسي علومو استاد عبدالخالق عبدالله په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و، چې د اهواز بريد له ترهګرۍ سره تړاو نه لري او ایران ته يې د جګړې لېږدول ښه چانس بللی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د