د ټاکنو کميسيون وايي د ټاکنو په وړاندې خنډونه له منځه لاړ دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ تله ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونکو ټاکنو په وړاندې خنډونه او ننګونې له منځه لاړې دي.

د ټاکنو کميسيون ډغه ډاډ وروسته له هغه ورکوي چې په افغانستان کې سياسي ګوندونو د اعتراض په توګه د څو ولايتونو د ټاکنو دفترونه تړلي وو چې وروستی هغه يې د کندهار په ولايت کې پرون پرانيستل شو.

د ټاکنو کميسيون تر دې وړاندې نا امني او د افغانستان د سياسي مخالفينو اعتراضونه او مخالفتونه د انتخاباتو په وړاندې لويې ننګونې يادې کړې وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي تاداميچي ياماماتو تيره اوونۍ ويلي وو چې په افغانستان کې د نا امنۍ له امله به شاوخوا ۷۰۰۰ مرکزونه تړلي وي او د نا امنه سيمو خلک به په ټاکنو کې برخه وانخلي.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د روانې مياشتې په ۲۸ مه نېټه ترسره شي او کمپاين به يې څو ورځې وړاندې د تلې په ۶ مه نېټه پيل او تر ۲۶ نېټې به دوام وکړي.

د شنونکو په باور دا ځل به په افغانستان کې ټاکنې په ډېر ستونزمن او سختو امنيتي ګواښونو کې ترسره شي او ممکن چې په ډېرو سيمو کې د رايو مرکزونه د نا امنۍ له امله وتړل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د