وکيلان: سرپل کې په خپلسرو وسله والو وسلې ويشل کيږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ تله ، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې يو شمير وکيلانو چې په افغانستان کې يې د هيواد د امنيت په اړه خبرې کولې ويلي دي چې په سرپل ولايت کې په بانفوذه ګوندونو د سيمه ييز ځواک په نامه وسلې ويشل کيږي.

د ولسي جرګې غړي وايي چې خپلسري وسله وال کولای شي چې امنيتي وضعيت وننګوي او په هيواد کې نورې ستونزې رامنځته کړي.

د ولسي جرګې غړو ويلي دي چې تر دې وړاندې هم د امنيت د ساتنې او نورو نومونو په عامو خلکو وسلې ويشل شوي دي چې د امنيت د خرابېدو او خپلسرۍ لامل شوي دي.

وکيلانو وويل که حکومت دې حالت ته پام ونه کړي نو افغانستان به له يو سخت امنيتي حالت سره مخ شي.
هغوی زیاته کړه چې د امنيت د کنټرول له پاره منظمه کړنلاره جوړول په کار دي ترڅو په هيواد کې امن او ثبات قايم شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئيس هم انديښنه وښوده چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به د امنيتي ګواښونو له امله له ستونزو سره مخ شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د