افغانستان

نیوزویک: امریکا له اوولس کاله جګړې وروسته هم ناکامه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳تلې، ۱۳۹۷ل): نیوزویک مجله وايي، امریکا په افغانستان کې له اوولس کاله جګړې وروسته لا هم ناکامه ده.

د مطلب د لیکوال په وینا امریکا په نږدې دوو لسیزو کې ونه توانېده، چې دغه هېواد ته ثبات راوړي.

سرچینه وړاندې زیاتوي، چې روسیه له همدې موقع په ګټه غواړي له افغان ولس سره همکاري وکړي.

په مطلب کې په مسکو کې د سولې ناستې او د روسیې په هڅو سوله‌ییزو فعالیتونو ته اشاره شوې ده.

سرچینې په کابل کې د روسي استازي ضمیر کابلوف په حواله ویلي، چې د دې مذاکراتو لپاره پر طرحو کار کوي.

د مسکو ناسته وړاندې د افغان حکومت له لوري وځنډول شوه، خو څو ورځې وړاندې د افغان چارواکو یو پلاوي مسکو ته سفر وکړ، چې د راتلونکې ناستې لپاره تیاری ونیسي.

هم مهاله د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په نیویارک کې رسنیو ته ویلي، چې د نړیوالو بریا په دې کې ده، چې د سولې لپاره هڅې وکړي.

امریکا پوره اوولس کاله وړاندې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر پر اوومه د ناټو د ملاتړو په ملګرتیا پر افغانستان یرغل وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

امريكا به خود ناكامه وي دوي په زمرو د هغو گيدرانو گمان كاوه چي دوي يي د افغانستان حملي ته تشويقول.كه صبا وي أو كه بل صبا دوي به حتماً وزي أو په مرو سترگو به وزي انشاالله . دا د مسكو أو نوري ناستي پاستي به كومه خاصه نتيجه ورنكي ، د كمونستانو د اشغال په وخت كي يوازي د سويس په جنيوا كي د شوروي په خلاف ٣٢ ناستي وشوي خو تر سو چي افغانانو په زوره نواي ايستلي دوي نه وتل . بل داچي كومه سوله چي رباني يي په نورو راوستل غواري دا دده يو خيال… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x