عبدالله: بهرني «دوستان د شریکو ارزښتونو» ساتنه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳تلې، ۱۳۹۷ل): عبدالله عبدالله په نیویارک کې د ملګرو متلونو د عمومي اسمبلې د غونډې تر څنګ «د منډیلا د سولې ناستې» په نوم غونډه کې هم ګډون وکړ.

هغه په افغانستان کې د نړیوالو مرستې «سخاوتمندانه» وبللې او له دوی يې مننه وکړه.

عبدالله عبدالله وویل، د سولې لپاره هم هڅې کوي، خو په جګړه کې د «بهرنیو دوستانو» له «سخاوتمندانه» مرستو مننه کوي.

په وینا يې، نړیوال د «شریکو ارزښتونو او ګډو موخو» ساتنې لپاره پر دفاع بوخت دي.

عبدالله عبدالله چې د محمد اشرف غني پر ځای نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډې ته تللی و، دا هم وویل چې د سوله‌ییزو هڅو هرکلی کوي.

له اجراییه رییس په دې سفر کې د محمد اشرف غني دویم مرستیال سروردانش هم ملګری و، خو پخپله ډاکټر غني له دې غونډې پاتې شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د