
ربانی: د نړیوالې ټولنې بریا دا ده، چې په سوله کې همکاري وکړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳تلې، ۱۳۹۷ل): د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي، د نړیوالې ټولنې بریا په دې کې ده، چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې وکړي.
هغه په نیویارک کې د جېنوا د راتلونکي کنفرانس په اړه د خبرو پر مهال ويلي، سوله يې موخه ده، خو لا هم ترې لرې دي.
هغه د غونډې له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې د سولې لپاره هڅې ونه سپموي او ملاتړ يې وکړي.
هغه وویل، د جېنوا راتلونکې غونډه کې چې په نوومبر میاشت کې به جوړه شي، هم له ګډونوالو همدا هیله لري.
رباني وویل، نړیوال باید خپل نظریات او تجربې د افغان سولې اړوند راسره شریکې کړي.
هغه دا هم وویل چې د سولې د هڅو تر څنګ د «ترهګرو» پر ضد جګړه هم روانه ساتي.
دا په داسې حال کې دی، چې تازه نیوزویک مجلې هم په افغانستان کې امریکا ناکامه بللې ده.
یاده دې وي د سولې اړوند امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله د طالبانو له سیاسي دفتر سره مخامخ په اړیکه کې ده، چې د ځینو ناستو راپورونه يې هم ورکړل شوي دي.