اسیا جام: افغانستان په وروستي ټکر کې نن له هند سره مخ دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ تله، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام په سوپر فور پړاو کې د افغانستان لوبډلې وروستی ټکر به د هند لوبډلې سره نن مازیګر ۴ بجې په دوبۍ لوبغالي کې ترسره کیږي.

هند لوبډله په یاد جام کې یوازینۍ هغه ده چې تر دې دمه یې هیڅ کومه سیالۍ کې ماتې نه ده خوړلې، دې لوبډلې پاکستان ته دوه واره، بنګلدیش او هانګ کانګ لوبډلې ته یو وار ماتې ورکړې ده چې نن به د افغانستان سره مخ کیږي.

له بل اړخه افغانستان لوبډلې په خپل ګروپي سیالیو کې دواړه لوبې ګټلې وې او د سوپر فور پړاو ته د خپل ګروپ سر لوبډله داخله شوه، خو په دویم پړاو کې د بنګلدیش او پاکستان څخه په وروستي نازک وخت کې ماتې خوړلو سره له سیالیو بهر شوه.

همدا ډول نن د پاکستان او د بنګلدیش  لوبډلو ترمنځ سیالۍ کیږي چې پاکستان له سختې ازموینې سره مخ دی، هند څخه له ماتې وروسته یې لوبډله له فشار سره مخ ده او د بنګلدیش پر وړاندې سیالۍ د نیمه پایلوبې په معنا ده چې ګټونکې لوبډله پایلوبې او ماتې خوړونکې لوبډله به بهر کیږي.

له بل پلوه د هند او افغانستان ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي چې دواړو لوبډلو ته به په یاد جام کې کوم پرمختګ ورنکړي، ځکه هند لوبډلې پایلوبې ته لار موندلې او افغانستان لوبډله له یادو سیالیو څخه بهر شوې ده.

تمه کیږي چې د دواړو لوبډلو لخوا به په ننۍ سیالۍ کې هغو لوبغاړو ته موقع ورکول شي کوم چې په ۱۷ کسیزه ډله کې شامل دي خو تر دې دمه یې کومه سیالۍ نه ده کړې.

د افغانستان لخوا د محمد شهزاد پر ځای منیر احمد کاکړ، د احسان الله جنت پرځای جاوید احمدي، د محمد نبي پرځای شرف الدین اشرف او د ګلبدین نائب پرځای یمین احمدزي ته موقع ورکول غوره بدیلونه دي.

یاده دې وي چې افغانستان لوبډله له تېر هر وخت څخه په یادو سیالیو کې ښه ځلیدلې ده خو بدبختانه او په وروستي اورونو کې د تجربې نه درلودلو له کبله یې دوه سترې سیالۍ په نازک وخت کې له لاسه ورکړې.

دا مهال په اسیا جام کې راشد خان تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی دی، چې ۸ ویکټې یې اخیستې دي، په دویم نمبر مجیب الرحمن دی چې ۷ ویکټې يې ترلاسه کړي، مجیب د نورو په پرتله غوره اوسط هم لري، په زیاتو منډو کې حشمت الله شهیدي په لومړیو لوبغاړو کې دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د