د خرڅلاو نه څو ورځې وروسته په ایفون مبایل کې ستونزې رامنځته شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ تله، ۱۳۹۷ل): د ایپل مشهورې کمپنۍ څو موده وړاندې خپل نوي درې ځیرک مبایلونه چې تر ټولو ګران بیه او نایابه ځانګړتیاوې هم لري د خرڅلاو لپاره وړاندې کړل.

دغو مبایلونو (ایفون ایکس ایس، ایکس ایس میکس او ایکس آر) د نړۍ په بېلابېلاو هېوادونو کې مینوالو په ډیره چټکۍ سره وپلورل او په لومړي سهار یو شمېر خلک د دکانونو، سټورونو او مالونو مخو ته ډیرۍ لګولې وي.

لکه څنګه چې له دغې مودې څخه یوه اوونۍ کیږي، د پیریدونکو یا کاروونکو لخوا شکایتونه شوي چې په یادو مبایلونو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی په امریکا کې د ایپل مرکزي شرکت سره خپل شکایتونه او اندیښنې ثبتې کړي، دوی وایي چې په لږه موده کې ددوی مبایلونه د سیلولر یا د سګنلو کشف کولو او د وایفای ترلاسه کولو له سختو ستونزو سره مخ دي.

د ایپل شرکت زیاته کړې وه چې د نورو تېرو مبایلونو په پرتله ددوی نوي ځیرک مبایلونه په ځانګړي ډول په وایفای او ډیټا (LTE) برخې په چټکتیا کې تر ټولو مخکې دي، او دوی په دغه برخه کې ځانګړی غوره والی راوستی.

خو د کاروونکو شکایتونو چې دغه مبایلونه د سګنلو او وایفای په کشف کولو کې کمزورې دي ایپل شرکت له حیرانتیا سره مخ کړی دی، ځکه چې ددغې برخې د غوره والي لپاره ایپل د مبایل په لاندینۍ برخه کې د انتینې سیستم هم ورکړی دی تر څو د سګنلو او وایفای په کشف کولو کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې په لومړي ځل ایپل شرکت د ایفون ځیرک مبایلونو په لړۍ کې تر ټولو ګران بیه، سترې OLED ډیسپلی (۶.۵ انچه) وړاندې کړی و، چې د مینوالو د پام وړ و خو دغه ستونزې به ددوی د خرڅلاو برخه اغیزمنه کړي، دغه ډوله ستونزه په ایفون سیکس مبایل کې هم رامنځته شوې وه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د