ولايتي شورا: د هرات ۱۳ ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳تلې، ۱۳۹۷ل): د هرات ولايتي شورا غړي وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو واک ورځ تر بلې په پراخېدو دی.

د هرات د ولايتي شورا مرستيال توريالی طاهري وايي چې په دغه ولايت کې ورځ تر بلې د طالبانو د واک ساحه پراخيږي چې تر دې دمه د ددې ولايت له ۱۹ ولسواليو څخه په ۱۳هغو بشپړ حاکميت لري.

هغه وويل چې هرات ولايت ته د حکومت نه پاملرنه به ددې سبب شي چې پاتې نورې ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ولويږي او دغه ولايت سقوط وکړي.

طاهري زياتوي چې د هرات له ۱۹ ولسواليو په ۱۳ ولسواليو کې طالبان فعاليت لري او يوازې د ولسوالۍ مرکزونه د دولت په واک دي.

هغه زیاته کړه چې له يوې ولسوالۍ بلې ته په غځېدلو لارو د طالبانو کنټرول دی او دولتي منسوبين نشي کولای چې خپلو کورونو او يا يوې سيمې څخه بلې ته لاړ شي.
په دغو ولسواليو کې د اوبي، پښتون زرغون، کشک کهنه او ګلران هغه ولسوالۍ دي چې اميتي ځواکونو ته د هوا له لارې خوراکي توکې او وسلې انتقاليږي.

طاهري د ولسواليو د نا امنیو ترڅنګ د هرات ښار د امنيت په اړه هم وويل چې په دې وروستیو کې د هرات په ښار کې هم سړي تښتونې، هدفي وژني او نورې امنيتي پيښې زياتې شوي دي چې حکومت يې په کنټرول کې پاتې راغلی دی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هيواد له ګوټ ګوټ څخه د جګړو او طالبانو د بريدونو خبرونه زيات شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د