ایله چې یوناما راویښه شوه

زخمي افغان

له تیرو څو میاشتو د افغانستان په لرې پرتو سیمو او کلیو کې د امریکایي الوتکو او چاپه مارانو لخوا د ظلم او وحشت خورا بده لړۍ پيل شوې ده. امریکایي بمبار کوونکې الوتکې، جنګي څرخکې او بې پیلوټه طیارې په اولسي کلیو داسې بې رحمه بمونه غورځوي چې پخوا یې کله هم بیلګه نه ده لیدل شوې.

د ظلم، وحشت، چاپو او بمبارونو دغه لړۍ چې په دې وروستیو اونیو کې یو مخ خونړۍ شوې ده. هره شپه امریکایي عسکرو او داخلي کمانډویانو لسګونه افغان کلیوال، ښځې او ماشومان په مرمیو غلبیل کړي او په ډلییز ډول شهیدان کړي وي. هره شپه د یوه کلي د بمبار، د یوه روغتون د منفجر کولو، د یوه مسجد د بې حرمتۍ او د بې وسه کلیوالو د ژوند اخیستلو او مال د لوټمارۍ مستند خبرونه په فیسبوک ښکته پورته کیږي.

خو افغان اولس چې د سپينۍ ماڼۍ لخوا په ترهګرۍ تورن دی اوس یې غم هم تر واورې سوړ او د هیچا زړه ورباندې نه دردیږي. بې چاره افغان اولس کومه راډیو،ټیلویزیون یا بله نړیواله رسنۍ نلري. همدا فیسبوک دی چې د اولس له منځه ځوریدلي خلک ورباندې خپل فریاد جګوي. خو چیرته دي هغه ضمیرونه چې د مظلومانو بوږنوونکې چیغې یې ولړزوي او لږ یې د غفلت له خوبه بیدار کړي. هغه له خپل اصالت پردي شوي خلک چې د رزق کولمه یې له امریکایي ډالرو سره تړلې، هغوی د دا وړ ولسي مرګ ژوبلو د خبرونو په لیدلو نه یوازې د خپګان احساس نه کوي، بلکې په امریکایي قاتلانو شاباس وایي چې د دوی په وینا (کلیوال دهشتګر) یې قتل عام کړي دي. د دا وړ بې ضمیرو لپاره له بنګال څخه دکرکټ د لوبې بایلات ملي ماتم او غمیزه ده، خو د صلیبیانو په لاس د خپل بیچاره اولس په قتل عام یې چورت هم نه خرابیږي او نه یې د فکر او توجه وړ مسئله بولي.

که له عام بې احساسه قشر څخه راتیر شو، په لوړه کچه هغه ادارې چې ځانته د بشردوستۍ خښته ږدي، ځانونه د بشري عاطفې ګوډي او د انسانیت غمشریکان بولي، هغوی هم په روانو بمبارونو او مظالمو داسې د بې حسۍ موقف خپل کړی چې له شک پرته د پیغور او شرم وړ دی.

په دې ادارو کې یوه هم د ملګرو ملتونو په نوم نړیواله اداره ده چې په افغانستان کې یې نمایندګۍ ته یوناما وایي. په تیرو څو اونیو کې د افغان بمبار ځپلي اولس کریغې تر اسمانه ورسیدې خو د ځمکې په سر یې دغه د غوږونو او زړونو خاوندان په فریادونو خبر نه شول. د کابل په ګاونډ لوګر، وردګو، کاپیسا او لغمان کې بیا بیا امریکایانو بې ګناه خلک قتل کړل، په ننګرهار کې خو یې له تیرو څو میاشتو راهیسې د قتل او کشتار سمه ننداره لګولې، کله یې په بمبار وژني، کله یې په چاپه کې په مرمیو غلبیلوي او کله هم پرې خپل نوې قسماقسم وسلې ازمويي.

خو د تیرو څو اونیو دهرې ورځې د بمبار په عکس العمل چې هر څومره اولسي چیغې پورته شوې، د ملګرو ملتونو بشرپالان یې له مرګوني خوبه راویښ نکړل. تر دې چې په تیره یوه اونۍ کې په بمبارونو کې د وژل شویو افغان ولسي وګړو شمیر ۱۰۰ تنو ته ورسید، نو ایله یې د یوناما د بشر پالانو ضمیر رابیدار کړ او په خپله فیسبوک پاڼه یې پرته د بمبارکوونکو له محکومیت یوازې دا وویل چې په هوایي بریدونو کې د ملکي تلفاتو شمیر  سږ کال ۵۲ فیصده زیات شوی دی.

موږ دغو بشرپالانو ته وایو چې آیا ستاسو د بشرپالنې د نمایش لپاره باید هره اونۍ سل کسه کلیوال ووژل شي، تر څو ستاسو عاطفه راویښه شي او یوه کاغذي اعلامیه صادره کړئ؟ آیا د نړۍ په نورو برخو خصوصا غربي هیوادونو کې هم د خلکو د مرګ ژوبلو په اړه ستاسو چلند همداسې دی او کله هلته معیارونه بدل دي؟

آخر تر څو به د بشري وجدان سترګو ته خاورې ورشیندئ. ترڅو به د تبعیض او منافقت په ټټو سپاره یاست او تر څو به خپل ضمیر دوکه کوئ. که ستاسو بشرپالنه تر دې کچې له دوه مخۍ ډکه وي نو اصلا الزام نشته چې ځان د بشرپالنې ټیکه داران معرفي کړئ. په تیرو اوولسو کلونو کې چې زموږ ملت دامریکایانو د ناروا او ظالمانه اشغال لاندې دی او پرته له کوم جرم او ګناه وژل کیږي، تاسو د دې جنایتونو دمخنیوي لپاره څه کړې دي. د کوم امریکایي قاتل لاس مو نیولی او د کومې عاموژنې مخه مو ډب کړې ده؟؟

موږ خو چې وینو ستاسو یوازینۍ کار یوازې د بین المللي قاتلانو تبرئه ده، چې د کال په آخر کې د کلنۍ احصائیې په مهال ووایاست امریکایان یوازې د ۲ فیصده ملکي تلفاتو مسؤل دي. شاید د سږ کال په راپور کې به هم همدا لیکئ چې په افغانستان کې د روان قتل عام یوازې دوه فیصده مسؤلیت د امریکایانو په غاړه دی، ځکه ستاسو په قضاوت کې خو وژل شوی هم افغان دی او ملامت هم همدغه مقتول او بېچاره اولس.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

اسلام عليكم ورحمةالله و بركاة ؛ پاك الله(ج) دي زخمونه در روغ كي او عظيم اجر دركي . كله چي مسلمانانو فارس ته شكست وركى دير غنيمتونه راغله ، عمر(رض) دري ورزي په غنيمتوكي سرگردانه كرزيدى ، كيسه به لندوم ، بله ورز يو زوان مجاهد د سه غنيمت سره راغى، أميرالمؤمنين په غنيمت كي د مجوسانو د پاچا دلاس كره پيداكره او ويي ويل تر سو چي اسلام داسي مجاهد ولري پر كفارو به غالبه يو ، ابو هريره(رض) ورته وويل تر سو چي مونژ تا غوندي خلبفه ولرو پر كفارو به غالبه يو . تر سو چي تاسو… نور لوستل »