نن ټکی اسیا

په دوبۍ اوبګرام کې د طالب – امریکا د خبرو اصلي ماجرا

عبدالرحیم (ثاقب)
لیکوال او سیاسی شنونکی

د تیرې یکشنبې په ورځ یوشمیر رسنیو طالبانو ته د نیږدي سرچینوپه حواله خبرورکړ چې امریکايي ځواکونو د پاکستان له کویټې ښار څخه د پوځې څرخکې په واسطه د طالبانو د رهبري شورا ‏غړي بګرام ته راوړي او هلته یې ورسره د سولې په تړاو تر خبرو وروسته بیرته د هماغې څرخکې په وسیله د کویټې ښار ته رسولي دي.

سره له دې چې یاد خبر په خپل وخت کې د ورځې تر ټولو مهم خبر او په ټولو کورنیو او یوشمیر بهرنیو رسنیو کې منعکس شو خو طالبانو ډیر ژر رد او د یوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې یې د هغه په غبرګون کې داسې ولیکل:

((د اسلامي امارت هیڅ کوم فرد یا پلاوي په بګرام کې له چاسره نه دي لیدلي.
څو ورځې وړاندې هم دې ته ورته خبر خپور شو چې ځیني کسان چې ځانونه یې د امارت نمایندګان معرفی او په دوبۍ کې یې له امریکایانو سره لیدنه کړې هغه راپور هم کاملا غلط دی.))

خو د طالبانو برعکس امریکایانو په تیره هغو چارواکو یې چې عملا د طالبانو له رسمي ادرس سره په تماس کې دي د یادو تبليغاتي شائعو د رد او تائید په اړه هیڅ غبرګون نه وښود.

دا چې ولي امریکایانو ورباندې غبرګون نه وښود، لامل یې په لاندې بحث کې څیړو:

رسنیزه پروپاګنډه د یوه پلان شوې سازش په توګه

د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتي بهیر له پیلیدو را هیسي دا لومړی ځل نه دی چې امریکايي رسنۍ او یا د هغوی لخوا تمویلیدونکي مطبوعات د مذاکراتو په اړه دغسي ناسم رپوټونه خپروي؛ بلکې تر دې وړاندې یې په تیر جولای کې هم The Daily Beast (ډیلي بیست) او Wall Street Jouranl ( ول ستریت ژورنال) معتبرو امریکايي ورځپاڼو د طالبانو او امریکايي مذاکره کوونکو په اړه داسې راپورونه خپاره کړل چې د هغوی محتوی کاملا بي اساسه او په ناسمو تبلیغاتو بنا وه.

امریکایان له طالبانو سره د کیدونکو مذاکراتو په حاشیه کې دغه ناسم تبلیغات په داسې حال کې خپروي چې له دې سره همزمان یې په پوځي ساحه کې تربل هروخت زیات د ولسي خلګو خلاف هوايي او ځمکني بریدونه جارې ساتلې دي.

دا بمبارۍ چې ژوندۍ بیلګې یې په تیره یوه اونۍ کې په ننګرهار، کاپیسا او میدان وردګ کې د سلګونو ولسي خلګو مرګ ژوبله ده هغه واقعیت دی چې خپله امریکایان او د هغوی تحت الحمایه حکومت هم ورباندې اعتراف لري او د پارلمان او ولسي جرګې استازي یې له امله له امریکا سره د امنیتي تړون د بیا کتنې جدي غوښتنه کوي.

امریکایان پوهیږي چې د دوی د بمباریو او پوځي عملیاتو قربانیان ټول ولسي وګړې دی خو هغوی ځکه شدت ورکوي تر څو د زیاتو ولسي تلفاتو په رسولو سره طالبان مجبور کړی له دوی سره په هغو مذاکراتو کې ګډون وکړي کوم چې د دوئ له خوښې سره سم وي.

همدا راز هغوی د پوځي فشار ترڅنګ د مذاکراتو د بي نتیجې کولو او په هغو باندې د افغان ولس د بي اعتماده کولو لپاره د امریکايي رسنیو تبلیغاتي کمپاین هم جاري ساتلی دی.

په تیره یوه اونۍ کې دوه ځلې د داسې تبلیغاتي رپوټونو خپریدل چې په هغه کې د پاکستان حکومت ښکاره دخیل وي د دې ښکارندويي کوي چې په دې تبلیغاتي سازش کې یواځې امریکایان نه ؛ بلکې د افغانستان ګاونډیان اود امریکا سیمه ییز اشرباڼې هم شریک دي.

ښکاره ادرس او نا معلوم استازي

تعجبه دا ده چې له مذاکراتو سره هم مهاله د امریکایانو پوځي او تبلیغاتي اقدامات په داسې ډول تر سره کیږي چې هیڅ دیپلوماتیکي معقولیت او سیاسي منطق نه لري.

مثلا هغوی اعلان کوي چې د پاکستان د کراچۍ له هوايي ډګره د طالبانو مذاکراتي هیئت د دوبي په لوري وخوځیده ، او یا هم د پاکستان له کویټې ښاره د طالبانو د عالي شورا غړي د امریکايي پوځي الوتکې په زریعه بګرام هوايي ډګرته راوړل شول.

سره له دې چې د امریکا- طالبانو ترمنځ مذاکراتي پروسه یوه تر ټولو مهمه او بامسؤلیته پروسه ده خو د امریکايي تبلیغاتو په دواړو مواردو ( دوبۍ ـ بګرام) په خبرو کې د یاد شویو لوړ پوړو طالب چارواکو نه هویت معلوم دی، نه نوم او نه هم مسؤلیت.

که دا کسان واقعا هم طالبان او مسؤلیت یې د مذاکراتي بهیر په مخ وړل وي، نو بیا يي له کراچې او کویټې څخه دوبۍ او باګرام ته د وړلو یا تللو ضرورت څه دی؟

ځکه طالبان خو د مذاکراتو لپاره هم معلوم ادرس اوهم رسمي مذاکراتي ټیم لري.

په مذاکراتو کې د پاکستان ښکیلول د څه لپاره؟

د امریکایانو له لوري په دغو پلان شویو تبلیغاتو کې هڅه کیږي ترڅو پاکستان د موضوع د مطرح رول لرونکي په حیث وښودل شي.

ځکه د کراچې له انټرنیشنل هوايي ډګر او یا هم د کویټې له پوځي میدان څخه دوبۍ او بګرام ته په معلومه نیټه د معلوم شمیر طالبانو سفر د پاکستاني چارواکو له اطلاع څخه پرته ناشونی دی.

امریکایان د خپلو سیمه ییزو ملاتړو په مرسته له دغه ډول کړنو او تبلیغاتو څخه دوه هدفه لري:

لومړی : افغان ولس او نړیوالو ته دا څرګندول چې طالبان د افغان قضیې د یوه طرف په حیث د دې وړتیا نه لري چې په خپل سر له امریکایانو سره مذاکرات وکړي؛ بلکې څه چې په دې برخه کې تر سره کیږي هغه ټول د پاکستاني چارواکو په دستور او د هغوي تر نظارت لاندې سره کیږي ، که دهغوی دخالت او نظارت نه وي نو نه طالبان په ښکاره تاریخ د کراچې له هوايي ډګره دوبۍ او نه هم له کویټې څخه بګرام ته تللی شي.

دوهم : امریکایان غواړي د مذاکراتو لپاره د طالبانو له معلوم ادرس او معلومو اشخاصو په صرف نظر کولو سره د مجهول الهویة استخباراتي عناصرو په کارولو سره د طالبانو په منځ کې بي اعتمادي او بدبیني ایجاد کړي، که دا خبره نه وي ولي هغوی د طالبانو د مشخص ادرس او معینو اشخاصو له شتون سره سره د طالبانو په نوم له جعلي او استخباراتي طالبانو سره تعامل کوي؟

ولي بګرام د خبرو لپاره؟

بګرام ته په پوځي څرخکه کې د طالبانو په نوم د جعلي مذاکره چیانو له وړلو څخه دا په وضاحت څرګندیږي چې د امریکایانو لخوا پیل شوې مذاکراتي پروسه د جګړې د خاتمې په غرض نه ؛ بلکې د جګړې د غزولو لپاره د یوې بلې امریکايي لوبې پیل دي ؛ داسې لوبه چې نه د سولې لپاره د هغوی نوي ټاکل شوي افغانی الاصله امریکايي خلیزاد ور کې مطرح دی ، نه د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او نه هم د هغه مرستیاله آغلي الیس ویلز.

بلکې دا لوبه هم د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ په دوام په امریکا کې د پنټاګان او په بګرام کې د امریکايي جنګي جنرالانو لخوا د سیاست او دیپلوماسي له دهلیزه رهبري کیږي.

که دا خبره نه وي ولي امریکايي سیاسي چارواکي له کویټې څخه بګرام ته د مجهول الهویته طالبانو د لیږد رالیږد په موضوع پټه خوله دي؟

خلاصه :

په افغانستان کې د ټرمپ د جنګي ستراتیژي تر ناکامي وروسته د امریکایانو لخوا د سولې او جګړې همزمان پرمخبیول ، او د هغې د پرمخبیولو لپاره د دوی جنګي تشدد او ناسم تبلیغات هغه څه دي چې امریکایان غواړي د افغانستان د لانجې د هواري لپاره مذاکراتي پروسه ورباندې په اساس کې متضرره کړي.

لذا طالبانو ته په کار ده چې مخکي تر دې چې د سولې په پلمه د امریکایانو په دغه سیاسي لومه کې تپ شي باید له فریب ګرو امریکایانو سره مذاکراتي پروسه په مطلق ډول لغو او یا د هغې د شفافیت او موثریت لپاره معین شرائط وټاکي.

اوسنۍ مذاکراتي پروسه چې پیل یې د امریکایانو لخوا په تیر ایستنې ، بي اعتمادي ، زور کارونې او ناسمو تبلیغاتوسره شوې افغان قضيي او جهادي داعیې ته له خطر او ضرر پرته بله هیڅ ګټه نه لري.