اسیا جام: د شهزاد او نبي اسمان څکو شپږیزو هند ته د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ تله، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام په سوپر فور پړاو کې د افغانستان لوبډلې هند لوبډلې ته د محمد شهزاد او محمدنبي په زړه پورې سلیزې د ۲۵۳ منډو ستر هدف وټاکه.

محمد شهزاد په دغه لوبه کې په زړه پورې سلیزه ووهله، نوموړي د ۷ اسمان څکو شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته ۱۲۴ او محمد نبي د سترو ۴ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته په ۵۶ توپونو ۶۴ منډې جوړې کړې.

پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، شهزاد چټک پېل وکړ، خو ورسره جاوید احمدي دفاعي لوبه وکړه، افغانستان په ۱۲ اورونو کې له ۶۰ زیاتې منډې جوړې کړې، خو وروسته یې په ۴ اورونو کې پرلپسې ۴ لوبغاړي (جاوید احمدي ۵، رحمت شاه ۳، شهیدي او اصغر صفر) له لاسه ورکړل.

خو وروسته نائب او شهزاد په داسې حال کې ملګرتیا وکړه چې نائب دفاعي لوبه ترسره کوله، شهزاد په ۸۸ توپونو سلیزه پوره کړه او د ۱۲۴ منډو په جوړولو وسوځېد، په وروستي وخت کې محمد نبي په زړه پورې لوبه وکړه او ۶۴ منډې یې جوړې کړې، ورسره نجیب ځدراڼ ۲۰ منډې جوړې کړې.

په وروستي ۵ اورونو کې افغانستان ته د چټکو منډو اړتیا وه خو د نبي او نجیب ویکټې غورځېدو نه وروسته کوم لوبغاړی ونه توانېد زیاتې منډې وکړي او هدف ۲۵۳ منډې جوړ شو.

د هند لخوا جدیجا ۳، کولدیو یادو ۲، خلیل احمد، دیپک چاهر او کیدر جادو ۱-۱ ویکټه واخیسته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د