امريکا د افغانستان جګړې لپاره په نوي تکتيک غور کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳تله، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزیر ويلي، چې د افغانستان اوولس کلنې جګړې کې د ناټو، امريکايي او افغان عسکرو د تلفاتو د مخنيوي په موخه د جګړې په تکتيک کې د بدلون هوډ لري او په لنډ وخت کې به په دې اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړي.

د امریکا دفاع وزير جيمر مټیس دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د دولتي عسکرو، پوليسو، اربکيانو او بهرنيو ځواکونو مرګ ژوبله د پخوا په پرتله زياته شوې ده.

د ګډ حکومت د دفاع وزير طارق شاه بهرامي وړمه ورځ مشرانو جرګې ته په خپلو خبرو کې ويلي و، چې يوازې تېره مياشت د طالبانو په بريدونو او چاودنو کې ۵۱۳ عسکر وژل شوي او ۷۱۸ ټپيان وو، خو د ګډ حکومت او امريکا پر چارواکو تور دی، چې د خپلو عسکرو د مرګ ژوبلې اړه په رسنيو ته سم معلومات نه ورکوي او د عسکرو مرګ ژوبله تر هغه څو چنده زياته بولي، چې حکومت يې رسنيو سره شريکوي.

د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې تېره اونۍ په خپل يوه راپور کې ويلي و، چې په ۲۰۱۶ کال کې په ورځني ډول د عسکرو د وژل کېدو اوسط شمېر ۱۶ وو، خو په ۲۰۱۷ کې دغه شمېر ۵۷ ته ر سېدلی دی، چې له امله يې د اردو او پولیسو له ليکو د عسکرو تېښته زياته شوې او د نوي جلب او جذب چارې له ننګونو سره مخ دي.

د امريکا د فاع وزير ويلي، چې د افغانستان جګړې د تلفاتو شمېر نه تاييدوي، خو په وينا يې کېدای شي، چې سمې وي.

دی وايي: «د افغانستان عسکر د تېرو څو کلونو راهيسې د جګړې په ډګر کې د سختو تلفاتو ليدونکي دي، خو خپل سنګر يې نه دی پرېښی.»

جيمز مټیس ويلي، چې د افغانستان جګړې د تلفاتو د مخينوي لپاره په يوه تګلاره کار کوي، افغان عسکر به خوندي ځايونو ته ولېږدوي، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

جیمز میتس به هله دغه تلفات په زغرده تایید او تصدیق کړی چه دجیمس میتس ( لیونی سپی ) زوی او لور په کی وژل شوی د غلامانو مرګ خو ورته د مادلام خسي هم نه ښکاری ، کله نا کله یی خپله هم وژنی او له وژلو وروسته بخښنه هم نه غواړی طالبان خو یی دشمنان دی او عوام هم ورته د سونګ مواد ښکاری . د امریکایانو د جنګ یو هدف د نفوسو کنترول هم دی حتی په امریکایی او اروپایی عسکرو په وژلو هم نه خوابدی کیږی هغوی هم د غریبو کورنیو څخه دی د معاش د… نور لوستل »