یوناما هم کاپیسا کې د ملکي تلفاتو پخلی وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳تلې، ۱۳۹۷ل): په کاپیسا کې د امریکایانو له لوري پر ملکي وګړو بمبار یوناما هم تایید کړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر «یوناما» وايي، د کاپیسا د تګاب په بدراب کې د امریکایانو هوايي برید کې نهه ملکي وګړي وژل شوی دي.

څو ورځې وړاندې امریکایانو د تګاب په یاده سیمه کې یو واده په نښه کړ او ځای پر ځای يې ګڼ ملکی وګړي ووژل.

یوناما په خبره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې بمبارۍ کې د یوې کورنۍ نیا، نیکه، څلور ماشومان او درې مېرمنې شامل دي، خو پر دې سربېره پنځه تنه نور ټپیان دي.

راپور کې ويل شوي دي چې د ۲۰۱۷ زيږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۴۹ تنه ملکي وګړي په هوايي بريدونو کې وژل شوي او ۲۰۴ نور ټپيان وو، چې د ۲۰۱۸ په همدومره موده کې دغه مرګ ژوبله ۵۲ سلنه زياته شوې ده.

یوناما د لومړي ځل لپاره د لوړو ملکي تلفاتو د مسؤلیت ګوته افغان حکومت او تر هغه یو څه ټيټه بهرنیانو ته نیولې ده.

په راپور کې ويل شوي دي چې د دغو ملکي تلفاتو ۵۲ سلنه مسؤليت د افغان ځواکونو، ۴۵ سلنه د بهرنيو ځواکونو او درې فيصده يې د دولت پلوه ځواکونو له په غاړه دی.

په تېرو څو ورځو کې پرلپسې د ننګرهار په خوږياڼو، د میدان وردګو په جغتو او د کاپیسا په تګاب کې هوايی بریدونو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د