کندهار کې د ولسي جرګې کانديد ووژل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳تله، ۱۳۹۷ل):  کندهار ښار کې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو کانديد ناصر مبارز په غلچکي بريد له ټپي کېدو وروسته ووژل شو.

نا معلومو وسله والو نن ماخستن د کندهار ښار په دوهمه حوزه کې له خاد کوڅې سره پر ناصر مبارز ډزې وکړې، هغه يې ټپي کړ، خو وروسته يې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

که څه هم د ولسي جرګې ټاکنو ته لږې ورځې پاتې دي، خو په هېواد کې د نا امنيو او د ځينو راپورونو له مخې د يو شمېر کانديدانو ترمنځ خپلمنځي ټکر او بدبينۍ د دې لامل شوي، چې د کانديدانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

د پېښې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د