د سامسنګ نوی ځیرک مبایل چې د شپې لخوا د ورځې په څېر عکس اخلي/ انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۷ل): د سامسنګ مشهورې کمپنۍ د ای سیریز نوی په زړه پورې مبایل چې د کامرې په برخه کې د پام وړ ځانګړتیاوې لري وړاندې کړ.

دغه نوی مبایل چې ګلیکسي (A7 2018) نومیږي، د خپل زوړ مبایل نوی ورژن دی، چې څو ورځې وړاندې د سامسنګ کمپنۍ لخوا وړاندې شو، دغه ځیرک مبایل د شا خواته درې او یوه غوره سیلفي کامره لري، دا لومړی وار دی چې سامسنګ په خپل ځیرک مبایلونو کې د درې کامرو ځانګړتیا وړاندې کوي.

ځانګړتیاوې:

د سامسنګ دغه ځیرک مبایل ۶ انچه ۱۰۸۰+۲۲۲۰ پیکسلز ریزلوشن سره د سوپر ایمولیډ انفنټي غوره ډیسپلی لري، چې د الومینیم باډي/ساختمان سره ۱۶۸ ګرامه وزن لري.

سامسنګ ای سیون مبایل د اوکټا کور غوره ۲.۲ پراسیسر لري، د ۶ او ۴ جي بي ریم سره د ۶۴ او ۱۲۸ جي بي حافظه لري، چې تر ۵۱۲ جي بي پورې د میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري، ورسره د ګوتې کولپ (فنګر پرنټ) ځانګړتیا هم لري.

د انډرایډ نوی 8.0 اپریټنګ سیستم لري، د 3.5MM جیک لري، چې د هر ډول ګوشکي اخیستلو وړتیا لري، د 3300 ملي امپيره mAh نه ویستل کېدونکې بیترۍ لري، او د دوه سیم کارت اخیستلو وړتیا لري، چې د څلورو رنګونو سره وړاندې شوی دی.

کامره:

په لومړي وار سامسنګ کمپنۍ په خپلو ځیرک مبایلونو کې د شا خوا ته درې کامرې وړاندې کوي، ددغه مبایل لومړښ کامره ۲۴ میګا پېکسله د f/1.7 اپریچر سره، دویمه ۸ میګا پېکلسه د f/2.4 اپریچر سره پراخ اینګل لري، درېیمه ۵ میګا پېکسله د f/2.2 اپریچر سره فوکس لرونکې کامره ده چې د عکس اخیستلو پرمهال د عکس شا خوا خړه او خودې عکس صفا اخلي.

دغه دریواړه کامرې د یوه عکس اخیستلو لپاره په یو وخت کار کوي چې په پای کې یو غوره عکس جوړوي، ددغې کامره بله په زړه پورې ځانګړتیا داده چې د شپې لخوا په داسې غوره او صفا کیفیت عکس اخلي چې د ورځې په څېر څرګندیږي.

د سیلفي کامره یې ۲۴ میګا پېکسله ده چې د f/2.0 اپریچر لري، د LED فلاش لري او په ۱۰۸۰ ایچ ډي ار کیفیت کې ویډیو جوړوي.

بیه:

دغه مبایل لومړی رسمي بیه چې د سامسنګ لخوا اعلان شوې۳۵۰ یورو، ۴۱۱ امریکایي ډالره، ۵۰ زره پاکستانۍ کالدارې، چې د ۳۱ زره افغانیو سره سمون خوري ټاکل شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د