په بغداد کې یوې چاودني 43 وژلي او 105 یې نور ژوبل کړي دي

iraq2011-1-27د بغداد په غربي سیمه (حی الشعلة) کې د شیعګانو په یو مجلس کې د یو موټر بم د چاودني په صورت کې 43 عراقیان مړه او 105 نور ژوبل شوي دي.

دغه چاودنه چې ډیره زوره وره وه، په سیمه کې یې شاوخوا کورونه هم تاواني کړي او د سیمي ټولي لاري اوس د عراقي پولیسو او پوځ له خوا بندي شوي دي.

په بله پېښه کې چې هم په بغداد کې شوې د پولیسو په شمول 2 کسه مړه او 9 کسان زخمیان شوي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.