افغانستان

عبدالله عبدالله نن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډې ته خبرې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تلې، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته د افغان حکومت په استازيتوب د حکومت شریک عبدالله عبدالله نن وینا کوي.

هغه چې په دې غونډه کې د محمد اشرف غني پر ځای د هغه له دویم مرستیال سره برخه وال دی، نن د وینا نوبت لري.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وايي، هغه به په هېواد کې د شته ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

هغه وايي د عبدالله عبدالله د خبرو غټ ټکي به په داخلي چارو کې پر امنیت او ټاکنو او د سیمې په سطحه د سولې او اقتصادي پیاوړتیا اړوند وي.

عبدالله عبدالله پرون د دې غونډې په حاشیه کې «د منډیلا د سولې ناستې» په نوم غونډه کې هم خبرې وکړې.

هغه وویل، د سولې لپاره هم هڅې کوي، خو په جګړه کې د «بهرنیو دوستانو» له «سخاوتمندانه» مرستو مننه کوي.

په وینا يې، نړیوال د «شریکو ارزښتونو او ګډو موخو» ساتنې لپاره پر دفاع بوخت دي.

عبدالله عبدالله چې د محمد اشرف غني پر ځای نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډې ته تللی و، دا هم وویل چې د سوله‌ییزو هڅو هرکلی کوي.

له اجراییه رییس سره په دې سفر کې د محمد اشرف غني دویم مرستیال سروردانش هم ملګری و، خو پخپله ډاکټر غني له دې غونډې پاتې شوی دی.

یاده دې وي د ملګرو ملتونو په دې غونډه کې تمه کېده، چې ډونالډ ټرمپ به په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه څه ووايي، خو د هغه ډېر تمرکز، پر چین، روس او خصوصاً ایران و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

هغه ایجړا عبدالله جه زه پیژنم تاسی سره به یی په سری معلومات شریک کړم : عبدالله د ببرک کارمل دوره کی ږیره نه وه راغلی د جینکو په شان ښکلی وو بیریش هم وو د ملحد کارمل هلکو وو کارمل ورته د غلامی سیاسی روزنه هم ورکړی وه. دغه وخت کی د مجاهدینو بریدونه زیات شوی وو مجاهدینو کی لکه د مسعودپه شان ځینی ملحد شغلوی قوماندانو هم برخه لرله کارمل دغه راز ترلاسه کړی وو د مسعود د خپلولو د پاره یی عبدالله ورولیږلو عبدالله د کارمل د وسلو او پیسو په واسطه مسعود ته ډیر نزدی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x