ننګرهار قومي مشران: که شپنيز عمليات بند نه شول پاڅون به وکړو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تله، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې په ننګرهار ولايت کې تيره اوونۍ پرله پسې په ولسي وګړو بمباري او چاپې ترسره شوې، خلکو يې په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

د ننګرهار ولايت د خوږياڼو قومي مشرانو ويلي دي چې که په ولسي وګړو چاپې او بمبارۍ بندې نه شي نو په وړاندې به يې پاڅون وکړي.

تیره اوونۍ د ننګرهار په حصارک، شيرزاد، خوږياڼو او يو شمير نورو ولسواليو کې د ملي امنيت د ۰۲ قطعې له لوري د ولسي خلکو په کورونو عمليات او چاپې ترسره شوې چې له امله يې په يوه اوونۍ کې ۱۶۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

په دغو وژل شويو کې ټول يې ولسي وګړي دي چې ډير يې سپين ږيري، ښځې او ماشومان دي.

ددې ترڅنګ په عملياتو کې ګڼ شمير کورونه هم نړېدلي دي او خلکو ته ډير مالي زيان اوښتی دی.

د ننګرهار قومي مشران چې په جلال اباد ښار کې يې رسنيزې غونډې ته وينا کوله وويل چې دولت بايد د ولسي وګړو مرګ ژوبلې څخه لاس واخلي او که دا لړۍ همداسې دوام وکړي نو خلک به ولسي پاڅون ته مجبور شي.

ددغو مشرانو له ډلې څخه د دلاور جرنيل زاده په نوم يو مشر وويل چې په تيره مياشت کې يوازې د شيرزادو په ولسوالۍ کې د ملي امنيت د ۰۲ قطعې له لوري ۷۰ ولسي وګړي وژل شوي دي چې ډيری يې ښځې او ماشومان دی.

يو قومي مشر عزيز خوږياڼي وويل چې حکومت د عامو خلکو وژنې ته مخه کړې ده چې په تيره مياشت کې په خوږياڼو، شيرزادو او حصارک ولسواليو کې له ۲۰۰ څخه زیات ولسي وګړي وژل شوي دی چې په دوی کې هيڅ طالب نه و.

هغه زياته کړه چې تر دې وړاندې مو د داعش او طالب له وجې له سيمې څخه کډې کړي دي او دا ځل مجبور يو چې د ۰۲ قطعې له وجې کډې وکړو، ځکه چې دا ظلمونه نور د زغملو وړ نه دي، هغه زیاته کړه چې که دا ځل ولس د حکومت له لوري کډې کولو ته مجبور شول نو ځوانان به يې ټول له طالبانو سره يو ځای کيږي.

د يادونې وړ ده چې تيره اوونۍ په پرله پسې توګه ځانګړو ځواکونو په خوږياڼو کې په ولسي وګړو چاپې ووهلې چې له امله يې تر ۲۰۰ څخه زيات ولس وګړي وژلي او د خلکو کورونه يې نړولي دي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khawazk khan
میلمه
khawazk khan

زه د خوږ یاڼو قوم نه هیله لرم چی همدغه پاڅون چی حکومت پسی کوی ولی طالبانو او دعیشانو پسی نه کوی چی مشران یی په بمونو باندی کینول او زه خپله د حکومت د شپی عملیاتو مخالف یم باید بند شی خو پاڅون ته اړتیا نشته که پاڅون وی نو باید د داعیشانو په باره کی وی

مجاهد
میلمه
مجاهد

د کابل غلامی او فاسدی اداری ته د حکومت نوم ورکول یو لوی ملی او اسلامی خیانت او جنایت دی حکومت دخلکو له خوا او د خلکو د ارامی او هوساینی د پاره نه دا چه د اشغالګرو له خوا او د خلکو د وژنی د پاره جوړ شوی او بیا هم ورته د حکومت نوم واخلو . بله مهمه خبره دا ده چه پنځه او لس وژل کیږی او څه دایمی معیوب او د فقر او ناپوهی له امله په اوږدمهاله مرګ وژل کیږی او هغه هم په بی غیرتی سره د کابل د غلامانو او بادارانو په مقابل… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

داسی ښکاری چي ډېری پټی او خیرنی او ستری توطئې د افغان مظلوم ؤلس په وړاندی د اجراء په درشل کی دی.په عمدی توګه عادی وګړی دېته اړ ایستل کیږی چي د حکومت ضد جبهې ته ور ودانګی او د جنګ میدان نور هم تود وساتل شی او ښځی او ماشومان او زاړه ددې پلیدو توطئیو قربانی شی. که دا خبر رشتیا وی چي نظامی ټولګۍ د شپې لخوا د خلګو پر کورونو یرغل ور وړی او وچ او لانده پکی سوځی نو دا خو یو ملی او انسانی ستر خیانت او جفا ده. نه پوهیږو چي موږ افغانان به… نور لوستل »