میدان وردګ؛ جغتو، بمبار کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي ووژل شول

يوناما: میدان وردګو کې بمبارۍ د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تلې، ۱۳۹۷ل): په کاپیسا کې د بمبار له امله د ملکي تلفاتو تر تایید وروسته، یوناما په میدان وردګو کې هم د یوې کورنۍ د ۱۲ غړو وژل کېدل تایید کړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دې دفتر تېر ماښام په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، وژل شوي چې ماشومان او مېرمنې هم پکې شته، ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

امریکایانو د افغان همکارانو په ملتیا د تېرې یکشنبې په شپه د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې په بمبار او چاپه کې ۱۴ تنه ملکي وګړي ووژل، چې یوناما يې د ۱۲ پخلی کړی دی.

لا هم د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د جغتو د پېښې په اړه هیڅ نه وايي، خو وايي د کاپیسا د تګاب پېښې د څېړلو لپاره يې هئت ټاکلی دی.

په تېرو څو ورځو کې د ننګرهار په خوږیاڼو، د کاپیسا په تګاب او د میدان وردګو په جغتو کې لسګونه ملکي وګړي په هوايي بریدونو کې ووژل.

یوناما د لومړي ځل لپاره د لوړو ملکي تلفاتو د مسؤلیت ګوته افغان حکومت او تر هغه یو څه ټيټه بهرنیانو ته نیولې ده.

د دې دفتر د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو په راپور کې راغلي، چې د ملکي تلفاتو ۵۲ سلنه مسؤليت د افغان ځواکونو، ۴۵ سلنه د بهرنيو ځواکونو او درې فيصده يې د دولت پلوه وسله‌والو پر غاړه دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د