غزل/ علي حسان مومند

علي حسان مومند

څڅیږي وینې سرې له هر ګودره مازیګره
ته هم په غبار پټ یې مازیګره مازیګره

زلمو درنه په مینه مینه واخستل خوندونه
خوندونو کې خوندونه وي پرهره مازیګره

راغلې یوه څړیکه مې د زړه نن میلمنه ده
لګ وار وکړه کرار شه د زړه سره مازیګره

دا څه خمار ته ورکړې چې یاران مې غیږ ته درشي؟
ویده یې کړې په غیږه کې سنګره مازیګره

ټپه شه او ټپه کې مې د زړه څړیکې کرار کړه
غزل شه د شپونکي د خولې سندره مازیګره

دیدن ته راښکاره شوه زه له لرې ورته ګورم
ولاړه په بلۍ پورې کوتره مازیګره

راستون شه یو ځل بیا زمونږ په کلي ښکلا راوړه
راستون شه طالب جانه څڼوره مازیګره

“علي حسَّان” خو هغه مومند ندی چې دې هیر کړي
درځي به یو ځل خامخا دلبره مازیګره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د