اردوګان: ملګري ملتونه د پنځو هېوادونو په خدمت کې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تلې، ۱۳۹۷ل): ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو پر سازمان نیوکې وکړي.

هغه وویل په شاوخوا ۷۳ کلونو کې ملګرو ملتونو د پام وړ کارونه کړي دي، خو له دې سترګې نه شي پټېدلی چې د بشریت لپاره د ارامۍ په برخه کې يې د خلکو هيلې نه دي پوره کړې.

اردوګان وویل، ملګري ملتونو د هغو پنځو هېوادونو په خدمت کې دي، چې په دې سازمان کې د ویټو حق لري.

ویې ویل، تکراري وایم، چې نړۍ تر پنځو لویه ده او دا د ټولو بشریت غږ دی.

هغه د غونډې په ګډونوالو غږ وکړ، چې که ټوله نړۍ هم ورته شا کړي، خو له قدس نه به د مسلمانانو د پخوانۍ قبلې پر حیث دفاع کوي.

اردوګان د سوريايي کډوالو په اړه هم د ملګرو ملتونو له مرستو سر وټکاوه، هغه وویل تر اوسه يې د دې کډوالو لپاره ۳۲ میلیارده ډالر مرسته کړې، خو ملګرو ملتونو یوازې ۶۰۰ میلیونه همکاري کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ویټو حق پنځو دایمي غړو ته ورکړل شوی دی، چې امریکا، فرانسه، انګلستان، روسیه او چين دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

كه نن مونژ په اسلامي ملكو كي وگورو همدا اردوگان له نورو بهتره دى اقلاً خبري خو كولاي شي . دا چي دى وايي ملگري ملتونه د ٥ هيوادو په خدمت كي دي همداسي ده أو همداسي به وي تر هغو پوري چي اسلامي ملكونه پخپلو كي اتفاق أو اتحاد ونكي. دير د افسوس أو خواشيني خبره ده چي ددوو مسلمانو همسايگانو په خپلو كي جنگ او يا بله خواشيني وي دوى دواره خپله دعوى ليري كفاروته وروري او د فيصلي احترام او مراعات يي كوي. تر سو چي ته وايي چي زه پشتون يم او هغه تاجك دى، يا… نور لوستل »