اردوګان: ملګري ملتونه د پنځو هېوادونو په خدمت کې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تلې، ۱۳۹۷ل): ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو پر سازمان نیوکې وکړي.

هغه وویل په شاوخوا ۷۳ کلونو کې ملګرو ملتونو د پام وړ کارونه کړي دي، خو له دې سترګې نه شي پټېدلی چې د بشریت لپاره د ارامۍ په برخه کې يې د خلکو هيلې نه دي پوره کړې.

اردوګان وویل، ملګري ملتونو د هغو پنځو هېوادونو په خدمت کې دي، چې په دې سازمان کې د ویټو حق لري.

ویې ویل، تکراري وایم، چې نړۍ تر پنځو لویه ده او دا د ټولو بشریت غږ دی.

هغه د غونډې په ګډونوالو غږ وکړ، چې که ټوله نړۍ هم ورته شا کړي، خو له قدس نه به د مسلمانانو د پخوانۍ قبلې پر حیث دفاع کوي.

اردوګان د سوريايي کډوالو په اړه هم د ملګرو ملتونو له مرستو سر وټکاوه، هغه وویل تر اوسه يې د دې کډوالو لپاره ۳۲ میلیارده ډالر مرسته کړې، خو ملګرو ملتونو یوازې ۶۰۰ میلیونه همکاري کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ویټو حق پنځو دایمي غړو ته ورکړل شوی دی، چې امریکا، فرانسه، انګلستان، روسیه او چين دي.

تبصرې (1)

  • كه نن مونژ په اسلامي ملكو كي وگورو همدا اردوگان له نورو بهتره دى اقلاً خبري خو كولاي شي .
    دا چي دى وايي ملگري ملتونه د ٥ هيوادو په خدمت كي دي همداسي ده أو همداسي به وي تر هغو پوري چي اسلامي ملكونه پخپلو كي اتفاق أو اتحاد ونكي.
    دير د افسوس أو خواشيني خبره ده چي ددوو مسلمانو همسايگانو په خپلو كي جنگ او يا بله خواشيني وي دوى دواره خپله دعوى ليري كفاروته وروري او د فيصلي احترام او مراعات يي كوي.
    تر سو چي ته وايي چي زه پشتون يم او هغه تاجك دى، يا وايي زه افغان يم او هغه پنجابى دى، دا عرب دى دا عجم دى، دا سني دى دا شيعه دى ، دا دا دى أو دا دا دى همداسي به وي لكه اردوگان چي وايي .
    يوازينى لاره دعزت د پاك الله سبحن و تعالى پر رسى زانونه تينگول دي.