شعـــــرونه

زهير امت/ عبدالقديم نظام

عبدالقديم نظام

ربه مرسته! وحشتونو کې راګير دی
خوار ولس مو په بمونو کې راګير دی

بيا وحشي لېوان راغلي دي چاپه ده
بيا ژوندون د مرګ دامونو کې راګير دی

انتقام يې مونږ بللی فرضِ عين دی
ګران هيواد مې په آهونو کې راګير دی

په زړه توره چَپَنپُوشه کوڼ او ړوند شې
دا ملت خو دې دردونو کې راګير دی

لا تر څو به دې وي دا مومن وژنه؟
کور او کلی فريادونو کې راګير دی

“اُمْيَه” مرګ به دې له لاسه د “بلال” شي
خير که نن ستا تعذيبونو کې راګير دی

د نظام به له زړه ولي وينې نه ځي؟
چې زهير امت غمونو کې راګير دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x