نړۍ

د ټرمپ لاپې، د غونډې ګډونوال وخندول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تلې، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه کې د ټرمپ لاپې، د غونډې ګډونوال وخندول.

ډونالډ ټرمپ د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د خپل حکومت ستاینه وکړه، چې ګډونوالو د خندا وړ وبلله.

هغه وویل، د امریکا په تاریخ کې زما د ادارې په څېر اداره نه ده لیدل شوې، د غونډې ګډونوالو په لوړ غږ نږدې ټولو وخندل.

ټرمپ له سټېج سره خپله کورتۍ راسمه کړه او ورسره په خندا شو، ويې ویل، د دا ډول غبرګون «خندا» تمه مې نه درلوده.

ډونالډ ټرمپ چې د ده د خپلې وینا له مخې، کله کله له بړستنې هم ټویټ کوي، د خبرو په برخه کې یو بې پروا سیاستوال بلل کېږي.

هغه یو وخت ټویټ کړی و، چې له طالبانو سره به هیڅکله خبرې ونه کړي، چې سیاستوالو يې دا پرېکړه هم د «بړستني ټویټونو» څخه وګڼله.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې نن عبدالله عبدالله د افغان حکومت په استازیتوب خبرې کوي، محمد اشرف غني په غونډه کې له ګډونه وروسته له هغه انکار وکړ، چې د ټرمپ په ګډون يې امریکایي چارواکو سره د لیدلو هیله له لرې رد کړل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

د پورته څرګندونی د اخری جملو سره چه لیکل شوی [ غني په غونډه کې له ګډونه وروسته له هغه انکار وکړ، چې د ټرمپ په ګډون يې امریکایي چارواکو سره د لیدلو هیله له لرې رد کړل شوه.] سره توافق نه لرم او هغه دا چه: د لمړی ځل د پاره چه غنی د ټرمپ سره په کومه غونډه کی ولیدل یو په یو یو بل ته مخامخ ناست وو ، ترمپ په لاس ورکولو کی یی په لاس باندی فشار راوړو تر دی چه غنی ونه شو زغملای په چوکی کی داسی هغه او دی خوا شو لکه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x