د ځينو سریالونو خپرول زموږ کلتور او فرهنګ له منځه وړي!

کرامت الله اخلاص یار

دا چې زموږ هېواد یو اسلامي هېواد دی، نو باید هيڅ ډول ناوړه او لوڅ فلمونه پکې خپاره نشي، ځکه چې هر هېواد ملي ارزښتونه لري، چې دغه ارزښتونه د یو هېواد بيلابيل مذهبي، کلتوري، اقتصادي، ادبي، تاريخي، نظامي او داسې نور ارزښتونه بلل کيږي، چې د دغو ارزښتونو په پاللو سره رسنۍ یوه لوړ مقام ته رسوي، که چېرې رسنۍ رښتونې او په دقیق ډول سره نړیوالو او ملي ارزښتونو ته ژمنې وي، او غواړي چې په هېواد کې رسنۍ د یوه لوړ ځواک په توګه وپېژندل شي.

که چېرې رسنۍ بيلابیلې خپرونې په لاره واچوي، نو د هېواد هر وګړی به د ملي ارزښتونو نه پوره پوره خبر شي او د اړتيا په وخت کې به ترې سمه دفاع وکړي.

داسې رسنۍ لېدل کيږي، چې په هيڅ ډول سره د هېواد ملي ارزښتونه نه پالي، بلکې داسې خپرونې خپروي چې د اسلام مبارک دين سره کاملاً په ټکر کې وي.

دا چې په موږ باندې پردی کلتور او فرهنګ رایج شوی، چې خپل کلتور او فرهنګ مو له منځه وړی او پردی کلتور او فرهنګ مو په ځان عملي کړئ.

د بهر هيوادونو همدغه پلانونه دي چې د زرګونو ډالرو په مصرفولو سره زموږ ملي ارزښتونه له منځه یوسي او خپل هغه بد ارزښتونه په موږ باندې ومني (وپلوري) چې هغه په هيڅ ډول د افغان کلتور او فرهنګ سره سمون نلري.

دا چې رسنۍ په ډيموکراتيکو ټولنو کې د څلورم ځواک په توګه ګڼل کېږي، چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته معلومات او اطلاعات رسولی شي، نړۍ د نویو خبرونو، معلوماتو، اطلاعاتو او داسې نورو مهمو پېښو څخه خپروي، نو ځکه ورته د څلورم ځواک نوم یاديږي.

پر همدې اساس بهرنۍ رسنۍ افغان کلتور او فرهنګ په ناوړه فلمونو او سریالونو باندې بدرګه کوي او هم غواړي چې په افغان هېواد باندې پردی کلتور او فرهنګ رایج کړي، چې ترڅو دوی خپلو موخو ته ورسیږي او هغه پلانونه چې دوی یې لري په ښه شان سره یې مخ پر وړاندې یوسي.

که رسنۍ داسې ناوړه سریالونه او فلمونه خپروي، نوغوره به دا وي چې رسنۍ د ټولنې لپاره په بيلابيلو برخو کې د ټولنې د ملي ارزښتونو ډکې خپرونې وکړي، نو دا به لرې نه وي چې خپل ملي ارزښتونه به مو په کلکه ساتلي وي.

رسنۍ باید هغه خپرونې یا پروګرامونه وړاندې کړي، چې د افغان ولس فرهنګ یا کلتور پکې واضح شوی وي، تر څو وګړي د خپل فرهنګ او کلتور سره بلد شي.

د دې لپاره چې پردی کلتور او فرهنګ له منځه یوړل شي، نو باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات په کلکه د رسنيو لپاره ځانګړی قانون او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د پالیسۍ مطابق خپرونې وکړي، چې ترڅو هغه ملي ارزښتونه چې زموږ هېواد یې لري هغه په ښه شان سره وساتي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د