کی ایل راهول: د افغانستان پر وړاندې لوبه مساوي کول به زمونږ یادونو کې پاتې شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۷ل): د هندوستان ملي لوبډلې تکړه اوپنر لوبغاړي کی ایل راهول د افغانستان او هند ترمنځ لوبه مساوي کېدل یوه تاریخي سیالۍ وبلله، او زیاته یې کړه چې دا به د هندي لوبغاړو په یادونو کې پاتې شي.

تېره شپه د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اسیا جام سوپر فور پړاو سیالۍ کې لوبه د یوه بوږنوونکي حالت نه وروسته مساوي شوه، چې د افغانستان لپاره د ګټې هومره برابر وه.

۲۴ کلن کی ایل راهول د افغانستان لوبډلې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې په تېرو دوه درې کلونو راهیسې مونږ ګورو چې افغانستان لوبډلې څومره پرمختګ کړی، د راشد، مجیب او نبي وړتیا نړیوالو ته سخت خبرداري ورکړل.

وړمه ورځ افغانستان هند ته سیالۍ کې د ۲۵۳ منډو هدف ټاکلی و، چې هند لوبډلې ته په وروستي اور کې د ۷ منډو اړتیا پاتې شوه، جدیجا پر اتل راشد خان شاټ ونشو وهلی، یوازې ۶ منډې یې جوړې کړې او لوبه د هغه په سوځېدو مساوي شوه.

په دغه سیالۍ کې کی ایل راهول ۶۰ منډې جوړې کړې، چې د لومړی ویکټې ۱۱۰ منډې ملګرتیا یې هم وکړه، نوموړی د راشد خان لخوا وسوځېد.

کی ایل راهول چې په آی پي ایل کې د مجیب ځدراڼ لوبډلې ملګرتیا کوي، د افغانستان لوبډلې په اړه مثبتې څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې افغانستان لوبډله اوسمهال د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو تکړه لوبډله ده چې د هند په څېر د نورو سترو لوبډلو مخه نیولای شي.

د یادونې وړ ده چې په اسیا جام کې افغانستان په زړه پورې لوبې وکړې چې یو شمېر نړیوالو مبصرینو یې په اړه مثبتې څرګندونې وکړې، افغان لوبډله له اسیا جام څخه بهر شوې چې نن به هېواد ته راستنه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د