محمد شهزاد د شاهد افریدي نړیوال ریکارډ برابر کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لوبډلې تکړه او مشهور اوپنر لوبغاړي محمد شهزاد تېره ورځ د هند پر وړاندې سیالۍ کې په زړه پورې سلیزه ووهله.

محمد شهزاد په داسې وخت کې سلیزه ووهله چې د لوبډلې ټولې منډې ۱۳۱ وې، نوموړي د شاهد افریدي هغه نړیوال ریکارډ برابر کړ چې د هند پر وړاندې یې په ۲۰۰۵م کال کې سلیزه ووهله او هغه مهال یې د لوبډلې ټولې منډې ۱۳۱ وې.

۳۴ کلن شهزاد د هند پر وړاندې د جاوید احمدي سره یوځای پېل وکړ چې احمدي دفاعي خو شهزاد برید کونکي لوبه پېل کړه، کله چې د جاوید اجمدي ویکټه وغورځېده د افغانستان ټولې ۶۵ منډې وې چې جاوید احمدي یوازې ۵ منډې جوړې کړې وې.

د پرلپسې ویکټې غورځېدو نه وروسته شهزاد د نائب سره تر ۵۰ منډو ملګرتیا وکړه، په دې جریان کې شهزاد سلیزه ووهله او د افغانستان ټولې منډې ۱۳۱ وې، وروسته د ۱۲۴ منډو په کولو چې د افغانستان ۱۸۰ منډې وې نوموړی وسوځېد.

شهزاد په ۱۱۶ توپونو ۱۲۴ منډې چې ۷ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې په کې شاملې وې جوړې کړې، او د شاهد افریدي ۱۳ کلن نړیوال ریکارډ یې برابر کړ.

یاده دې وي چې شاهد افریدي د هند په خانپور ښار کې په ۲۰۰۵م کال کې د هند پر وړاندې سیالۍ کې په ۴۵ توپونو سلیزه وهلې وه، په دې وخت کې د پاکستان ټولې منډې ۱۳۱ وې، د نوموړي سره سلمان بټ ملګرتیا کړې وه چې هغه یوازې ۱۳ منډې جوړې کړې وې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د