جګړې له ډېرو ژوند واخیست، خو !

عبدالحافظ کاکړ

میاشت وړاندي مي له کندوزه ننګرهار ته حرکت وکړ، پروان ته پر رسېدو موټروان وویل چې کابل ښار کې ګڼه ګوڼه وي نژدي لار ننګرهار ته د کاپیسا تګاب لاره ده، موږ هم ور سره ومنله، تګاب ته پر رسېدو له اوضاع پوه سوم چې دا ځاۍ هم د کندوز په څېر دی، ځای ځای ټانګونه د تلاشۍ په موخه ولاړ وو، حالات د احضاراتو په څېر ښکارېدل چې عسکر همېشه د تیارسۍ په حال کې ولاړ وي، د مزل په دوران کې ښي اړخ ته مو وچ غرونه او چپ لاس ته ښېرازه سېمه وه چې په شنو ونو پوښل سوې وه او په مینځ کې یو نیم د خټو څخه جوړ کورونه ښکارېدل.

له پاخه سړک څخه یوازې دیرش څلوېښت متره لري د شنو ونو مينځ کې د ونو په سرونو کې سپین سپین بیرغونه ټومبل سوې وه، او د درې شمال سره رپانده ښکارېدل چې د لارویو سترګې یې ځان ته را ښکلې!

ما د موټر له ښیښې څخه ښي اړخ ته وکتل چې د غره په ډډه کې سړک ته نژدې هديره ښکارېده، د هديرې څنګ کې یو څو قبرونه داسې وه چې ډیرې جنډې، دستمالونه، کالې ور پورې ځوړند وو، خدایږو هغه مهال مې فکر د یوې شېبې لپاره د دې قبرو په اړه کښېووت، له موټروان څخه مې و پوښتل دا هدېره کې به دا قبرد چا وې؟، هغوۍ به څنګه مړه وي؟ خپله به مړه وي او که چا به وژلې وي؟

هغه راته ویل چې زما تقریبا لس کاله کیږي چې پر همدې مسیر موټر چلوم، کیسه داسې وه چې همدې سیمه (تګاب) کې واده وو، کلېوال د واده د خوښۍ په موخه را غونډ سوې وو چې یو دم جیټ الوتکي راغلې د واده پر مراسمو یې برېد پیل کړ د ناوې په شمول یې څلوېښت تنه ووژل او ټول همدلته ښخ کړل سول او پر دا کوم قبر چې جامې پرتې وې دا د هماغې ناوې د واده جامې وې… موټروان سوړ آسوېلی وکیښ او بیا یې خبرو ته ادامه ور کړه:

“د دې لاندې کلې خلک ډېر پر اسلام ولاړ خلک دي، پر هغه پخوانۍ پښتو او اسلام ولاړ خلک دي، کله چې واده وي دغلته خلک دا زموږ په شان ډولونه او سورنې نه راولې، یو عادي پخوانی مروج محفل نیسي، دا خلک د ساز او سرود څخه هم ښه نه وړې، ډیر با حیا محترم او عزتمند خلک دي،

موټروان زیاته کړه چې زه یو ځل له کندوزه د یو ورا (واده) سره همدلته راغلم، دې خلکو د نورو پښتنو غوندي زموږ ډېر قدر وکړ، کله چې رخصتېدلو، نو د زوم کورنۍ د ناوې لپاره زما موټر غوره کړ، ما هم د ځان سره وویل، تراوسه مو ستاسو رواجونه کول، اوس خپل کوو، موږ خو څه جنازې ته نه یو راغلې واده ته راغلې یو، زه ساز ږغوم، نو آهسته مې ټیپ ته د موسیقې پیته ورواچوله او لاوډ سپېکر ته مي پوره آواز ورکړ یو دم د موسیقۍ درز غرز جوړ سو، ناوې په زوره د لاآله الاالله کلیمه ویل پیل کړه، ږغ یې وکړ چې موټر ودروۍ موټر ودرۍ! زه په دې موټر کې نه ځم دا خلک د تلاوت پر ځای موسیقي اوري، له خدایه نه ډاريږئ! مخ ته مو لوۍ سفر د لارې پروت دۍ! .

نو زه پوه سوم چې دا خلک زموږ د کلې له هغو سره ډېر توپیر لرې، بیا مې وعده ور سره وکړه چې تر کندوزه به موسیقي ونه ږغوم.

دا خو د موټروان د خولې خبره وه!

پرون یو ځل بیا پر همدې سیمه کې د واده پر مراسمو بمبار سوۍ، یو ځل بیا یې په هغه خټینو کورونو کې جوړ د خوشالۍ محفل په غم بدل کړ، هماغه غیرتي مؤمن، با حیا ولس هره ورځ د درنده صفته یرغلګرو له لورې وژل کیږي، هغوی زموږ د مسلمان ملت د یو څو شېبو خوښې هم نشې زغملای او کله چې د همدې خټینو کورونو خلک د واده خوښۍ لمانځي؛ دوی یې همدا خوښې په غم اړوي، ممکن کفار له دې وېري چې دا باحیا ناوې د سبا ورځي مور جوړيږي او مؤمن مجاهد افغان بچي زیږوي، نو نن یې کیسه ختموي. رښتیا هم امریکایان قصدًا داسې اعمال تر سره کوې.

نو یرغلګرو خبر اوسۍ چې بمبارونه زموږ د ملت اراده نشې کمزورې کولاۍ، بلکې ورځ تر بلې ستاسو منحوسه څېره نوره هم رسوا کیږي او زموږ مسلمان ملت کرکه او نفرت ستاسو په اړه لا زیاتیږي،

هوکې! یو څو پلورل شوي غلامان به ستاسو بېرحمۍ ته هم توجیهات لټوي او یو څو قلمي مزدوران به خیاطي درته کوې او ستاسو پر وحشت به پرده اچوي او ځیني به آن ستاسو له خوا تر سره شوۍ وحشت او بربریت په ډېر افتخار سره ځان ته منسوبوي ،

خو خبر اوسئ چې دا ټولي کړنې تاسې سوبې ته نشي رسواۍ او حتمي شکست به ستاسو په برخه وي باطل به تل سرنګون وي، او د الله ج کلمه به لوړه وي.

رښتیا جګړې له ډېرو افغانانو ژوند واخیست خو، له ځینو یې ایمان، غیرت، ضمیر، وجدان واخیست.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د