ټرمپ: موږ ته تر هر څه خپلې ګټې لومړيتوب لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تله، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو کلنۍ ناستې ته په خپلې وينا کې ويلي، چې د ده په مشرۍ سپينې ماڼۍ په لومړيو دوو کلونو کې دومره پرمختګونه کړي، چې د امریکا په تاريخ کې نه دي شوي.

ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ غونډې ته وويل، چې دی د نړيوال فشار د منلو قایل نه دی او د دوو اړخيزو اړيکو لپاره يې ازادي او خپلمنځي مرستې اړينې وبللې.

د امریکا ولسمشر د نړۍ مشرانو ته وويل، چې دی په دې کار نه لري، چې خلک خپلې چارې او عبادتونه څنګه پر مخ بيايي، خو يوه خبره بايد په ياد ولري، چې د امريکا خپلواکي او  ګټو ته څوک خطر پېښ نه کړي.

ټرمپ زياته کړې، چې د ګډوالو د نړيوال قانون په مسوده لاسليک نه کوي، له چين سره د سوداګرۍ په اړه هم له خپلو شرطونو نه تېريږي، ایران يې د سيمې او نړۍ د ثبات پر وړاندې ستر خنډ وباله او ټينګار يې وکړ، چې د نړۍ د هرې قضيې په اړه ورته يوازې د خپل هېواد ګټې اړينې دي.

د امریکا د مالي مرستو په اړه ډونلډ ټرمپ وويل، چې له دې وروسته به يوازې هغه هېوادونو ته مرستې ورکوي، چې د امریکا احترام او د امریکا د ګټو ساتنه کوي.

ټرمپ وويل، چې د ایران پر وړاندې خليجي هېوادونه د ده ملاتړي دي او ایران يې د امریکا او اسرائيلو په ګډون د سيمې او ټولې نړۍ پر وړاندې ستر ګواښ وباله.

ده وويل، چې د چين ولسمشر ته احترام لري، خو د خپلو ملي ګټو په اړه د چين په ګډون د هر چا پر وړاندې ورته خپلې ګټې مهمې  دي.

د امریکا ولسمشر د شمالي کوريا له حکومت سره هم د ښو اړيکو غوښتنه وکړه، خو په خپلې وينا کې يې د افغانستان يادونه هم ونه کړه، چې له تېرو اوولسو کلونو راهيسې امریکايي عسکر دلته په جګړه بوخت دي او د امریکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده، خونړۍ او اقتصاد ځپونکې جګړه بلل کيږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

سلام علیکم. د اورېدو څخه: د ملګرو ملتو په عمومی غونډه کی دا لومړی ځل ؤ چه د نړۍ ټول مشران د کوم وینا کوونکو پر احمقانه بیان باندی په ډله ایزه توګه خاندی. د ټرپ یا تَرپ وینا یوه خوږه کومیډی وه چه ګواکی په دوه کاله ئې امریکې ته د ټولو رئیسانو د ټولی مودې په اندازه کار کړیدی ( ؟). شاید مقصد ئې دا ؤ چه هیڅ جمهور رئیس ده غوندی د امریکا وولس د غولو په آیسکریم ندی نازولی. د امریکې ؤلس د ترامپ د ددې چټک پر مخ تګ د سرعت له امله ګَنس او… نور لوستل »