ولسي جرګې ملکي تلفات وغندل، خو پر امنیتي تړون يې څه ونه ویل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تلې، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امریکایانو او افغان حکومت له لوري هوايي بریدونه وغندل.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د جرګې غړو په میدان وردګ، کاپیسا او د ننګرهار په خوږیاڼو کې په ګڼو هوايي بریدونو کې ملکی تلفات وغندل.

د جرګې غړي عبیدالله بارکزي وویل په تېرو دوو اونیو کې ګڼ ملکي افغانان وژل شوي دي.

هغه وویل که دا بریدونه امریکایان کوي که د هغوی افغان همکاران باید د افغانستان ولس ته ځواب ووايي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړو هم ژر تر ژره د هوايي بریدونو بندیز وغوښت.

د دې جرګې مشر فضل‌هادي مسلمیار وویل، حکومت باید ژر ترژره دا بریدوهه بند کړي.

په تېرو نږدې دوو اونیو کې د ننګرهار په خوږياڼو کې، د کاپیسا په تګاب او د میدان وردګو په جغتو کې بمباریو ګڼ ملکي وګړي ووژل، چې یوناما يې هم پخلی وکړ.

په ورته وخت کې نن د کندوز اوسېدونکو په چهاردره کې د حکومت د پیل شویو عملیاتو پر ضد لاریون وکړ، دوی حکومتي ځواکونه ملامتول چې ولسي وګړي په نښه کوي او تر اوسه يې درې مېرمنې وژلې دي.

تر دې وړاندې د څو ورته پېښو په غبرګون کې ملي شورا له امریکا سره د شوي تړون بیا کتنه یا هم لغوه غوښته، خو دا ځل چا پرې غوږ ونه ګراوه.

ځينو سرچینو ویلي، چې د امنیتي تړون خلاف وکیلان د امریکا سفارت غوښتي و او اوس يې د تړون پر ضد خولې تړلې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د