کندوز: خلکو چهادره کې د پیل شویو عملیاتو ضد لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تلې، ۱۳۹۷ل): د کندوز د چهاردرې ګڼو اوسېدونکو په دې ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو پر ضد لاریون وکړ.

دوی چې د حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول، حکومتي ځواکونه پر ملکي وژنو او ځورونو ملامت کړل.

لاریون کوونکو ويلي چې د چهادرې په منګ تپه سیمه کې تر اوسه هوايي بریدونو کې څلور کورونه خاورې شوي چې پکې درې مېرمنې وژل شوي او یوه بله او زوی يې مرګوني ټپیان دي.

د لاریون کوونکو په وینا په عملیاتو کې په لوی لاس ملکي وګړي په نښه کېږ او په پوره بې رحمۍ سره ولسي کورونه له منځه وړل کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې د کندوز تر څنګ کاپیسا، لوګر، ننګرهار او میدان وردګو کې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر کورونه نړول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت دعوه کوي، چې دوی د ملکي تلفاتو د ځينو پېښو څېړلو ته پلاوی ټاکي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دملت د پوهولو أو بيدارولو دپاره كه طالبان په خپلو تشكيلاتو كي د ملي پاسىون اداره هم ور اضافه كي بده به نوي ، په دي چي ليري نده چي اطرافي سيمي له حكومته ونيسي أو حكومتي غلامان په شارو ننوزي ، جي بيا دننه په شارو كي به جنگ كول ورسره دير تلفات ولري، أو كه په شهروكي جنگونه ورسره شروع كي خداي نخواسته تاوان به وكي په دي چي شهري أو اطرافي فكرونه يو ندي ، شهري فكرونه له ديره وخته يو سه متضرره شىويدي چي د شفاء د پاره يي يو سه كول صروري دي .

سوله،اوربند
میلمه
سوله،اوربند

جمیل صاحب.ضرور نه دی چه طالیبان د پاسون توصیه خلکو ته وکړی،ملت نور د څه پاسون وکړی؟ملت د پاڼ او پړانګ تر منځ دی،کاش چه طالیب ته د دا توصیه کړی وای چه نور بس دی د سوله اوربند کمیسیون جوړ کړی.چه هم ملت او هم الله ج در څخه خو ښ شی.د ښار خلک ټول د اسلام په صفا لاره راوان.که یی نه منی یو ځل د دجال ښار(لندن)څخه کابل ته راشه ویی ګوره ،بیا یی د دستا اوسیدو ځای لندن سره مقایسه کړه،چه د لندن ښار ښه دی که د کابل؟