ولس وژونکی حکومت

نن ټکی آسیا – سرليکنه

له تیرې یوې اونۍ راهیسې په پرلپسي ډول ځانګړي ځواکونه په ننګرهار، کاپیسا، لوګر، میدان وردګ او کندوزولایتونو کې ولسي خلګ بمباروي ، کورونه یې ورانوي او بیوزله ماشومان ، تور سري او سپینږیري وژني.

خبري رسنۍ او د پیښو عیني شاهدان هماغه لحظه د امریکايي بریدونو د قربانیانو ژوندي تصویرونه او د وژل شویو ارقام له هرچا سره د دې په خاطر شریکوي چې که یې د مظلومیت غږ واوریدل شي.

یوناما چې وخت نا وخت په جګړه کې د وژل شویو ولسي وګړو ارقام خپروي په خپل وروستي رپوټ کې یې ویلي چې د روان کال په لومړنیو (۶) میاشتو کې د ملکي خلګو په وژنه کې ۵۲٪ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ولسي خلګ او په پارلمان کې د خلګو استازي له حکومت څخه د امریکایانو د بمباریو او د هغوی د خپلسریو عملیاتو د توقف غوښتنه کوي خو له بده مرغه چې د توقف په ځای په ننګرهار، کاپیسا، وردګو او لوګر سربیره نن امریکايي ځواکونو د کندوز د چار درې ولسوالۍ په منګ تپه سیمې هم بمبار کړی چې له امله یې څلور کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي ، دري میرمنې ورکې وژل شوې او څو نورې مرګونې ټپیانې دي.

ښايي ګډ حکومت په نړۍ کې یواځینی حکومت وې چې د بهرنیانو (امریکایانو) لخوا د خپل ولس د وژلو لپاره جوړ شوی وي.

ځکه یاد حکومت له همدې وژلو او ځورولو پرته خپل ولس ته بله هیڅ داسې کړنه او کارنامه نه لري چې د خپلې څلورکلنې واکمنۍ د لاسته راوړنې په توګه یې ولس ته وښيي.

بیکاري ، له هیواد څخه د کدرونو تیښته ، مالي او اداري فساد، د نشه يي توکو زیاتوالی، نا امنۍ، د عامه شتمنیو تالان، په ټولنه کې د اخلاقي جرائمو ترویج، د ولس ترمنځ د قومي، سمتي او لساني نفرتونو خپرول او لس ګونه نور فسادات هغه ملموس واقعیتونه دي چې د یاد حکومت د نامیمون محصول په توګه یې افغان ولس له تباهي سره مخ کړی دی.

تر ټولو ځوروونکې دا چې د ولتي چارواکي د خپل فاسد حکومت او د هغه د بهرنیو حامیانو دغه ناورینونه د سرپه سترګو ګوري، همدا خپلې لاسته راوړنې ګڼې او دفاع تري کوي.

همدا اوس د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو په روانه سرمشریزه کې د همدې حکومت بریاوې اعلانوي او د حکومت له بهرنیو ملاتړو څخه د هغوی د دغه ډول قاتلانه مرستو د دوام غوښته کوي …

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

كومي تباهي چي تاسو يي يادوى او له دوي نه گيله هم كوى چي دوي وديته لاسته راورني وايي، دوي رشتيا وايي ، او دا چي فيشني عبدالله د لا نورو لاسته راورونو له پاره نور كومك غواري دى هم رشتيا وايي. امريكا راغلي د تباهى د پاره ده، نشه يي شيان په أفغانستان كي ختم وه، امريكا دومره په تيزي وده وركره چي قهرمانى ته يي ورساوه، ددوى د راتگ نه مخكي چا دومره نشيان ليدلي وه ؟ او يا دومره مفسدين؟ يا دومره پكيران ؟ د خزو ددفاع سرنا يي هم وهله ددوي د راتگ نه مخكي به… نور لوستل »

حاجی ځراباتی.
میلمه
حاجی ځراباتی.

زه یو ولسی عام سړی یم،نه په سیاست پوهیږم او نه ورسره څه کار لرم.خو یو شی چه ما لیدلی کتلی دی هغه دا چه.دا څلویښت کاله جګړه کی هر دولت .که کموینست وه ،او که مجاهد وه،او که طالیب وه،خلک او خپل ولس یی وژلی،ډبولی دی.او د حکومت مخالفین،که مجاهد وه.که اوسنی طالیب دی،عام ولس او بی ګناه خلک یی وژلی ډبولی دی.زه یو ساده حاجی او پوخ اتاڼچی یم،په دا هم پوهیږم چه هر افغان په سوله کی د ژوند حق لری،او هر څوک چه دا حق ترینه اخلی الله ج به په اخرت کی پوښتنه ورڅخه وکړی.انشآلله.ستاسو… نور لوستل »