افغانستان

طالبان: ملکي تلفاتو ته له سیاسي ملاحظاتو پرته باید پام وشي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵تلې، ۱۳۹۷ل): د هېواد په ګوټ ګوټ کې د روانې میاشتې له پیله د امریکایي او افغان عسکرو له لوري د ملکي تلفاتو ډله‌ییزو وژنو باندې طالبانو اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې دا نه تبلیغاتي مانور دی نه هم سیاسي اړخ لري، بلکې یو عام بشري غږ دی چې د یو بشري جنایت پر ضد پورته کېږي.

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې د روانې میلادي میاشتې له لومړۍ تر ۲۳مې ورځې د پکتیکا د ووړ ممۍ په سید خېلو، د ننګرهار د خوږیاڼو په وډیسار، د شیرزادو په پیټلاو، د شیرزادو په سرخ آب، د روزګان د ترینکوټ په پای ناوه، د ترینکوټ به کوټوالو، د پکتیا د څکمنیو په نوزي، د کاپیسا د تګاب په بدر اب او د میدان وردګو د جغتو په ملا حافظ کلي کې په هوايي بمباریو او شپنیو علمیاتو کې ډله‌ییزې وژنې غندلې دي.

پورته ټولو پېښو کې چې ګڼې يې یوناما هم تایید کړې دي، ۱۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ډېری يې مېرمنې او ماشومان دي.

طالبانو پر ټولو بشري، رسنیزو او فرهنګي ادارو غږ کړی چې د دې بشري ناورین غږ دې پورته کړي، هغوی افسوس ښکاره کړی چې لکه څومره چې پکار دی، رسنیز پوښښ نه ور کول کېږي.

«د روانو جنګي جرائمو په اړه د افسوس وړ خبره دا ده چې کورنۍ او نړیوالې رسنۍ هم له امریکایانو په اغیزمنتوب سره دا ډول پیښو ته لکه څرنګه چې په کار ده پوښښ نه ورکوي.»

که څه هم پر ټولو پېښو بهرني او کورني چارواکي پټه خوله دي، طالبانو لیکلي چې دا ټولې پرلپسې پېښې قصدي او د ولس پر ضد کرکجن ګام دی.

«په وروستیو اونیو کې چې د افغانستان په اطرافي سیمو کې د امریکایانو لخوا د نظامي عملیاتو په نوم څه ترسره کیږي، هغه له شک پرته د اولسي وګړو یو منظم او عمدي قتل عام دی، په عامو کلیو او کورونو بې موجبه بمبارونه کیږي، په نیمو شپو یې په کورونو چاپې لویږي، په ډلیز ډول خلک وژل کیږي او شتمنۍ یې لوټ کیږي.»

یاده دې وي نن هم په کندوز کې د چهاردرې ګڼو اوسېدونکو چې مېرمنې هم پکې وې، د حکومتي ځواکونو د عملیاتو پر ضد لاریون وکړ.

دوی هم ټینګار کاوه، چې حکومتي ځواکونه په لوی لاس ملکي ځایونه په نښه کوي، چې تر اوسه يې څلورو کورنه نړولي او درې مېرمنې يې وژلې دي.

په خواله رسنیو کې د افغان حکومت او بهرنیانو دې ګډو ولس ضد عملیاتو توند غبرګونونه را پارولي دي.

د ملي شورا غړو هم پر حکومت غږ وکړ، چې ولس ته باید د دې جنایاتو ځواب ووايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x