
غزني: اندړو ولسوالۍ کې محاصره عسکر د طالبانو غږونه اوري
نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۵تلې، ۱۳۹۷ل): د غزني د اندړو ولسوالۍ محاصره عسکر وايي، طالبان د ولسوالۍ ودانۍ له څو مترۍ نه ورته د تسلیمي غږونه کوي.
ازادي راډیو د دې ولسوالۍ د پولیسو د قومندان جمعه ګل په حواله وايي، چې له څو میاشتو راهیسې پرې طالبانو د محاصرې کړۍ تنګه کړې ده.
د اندړو ولسوالۍ چې د غزني له لویو ولسوالیو یوه بلل کېږي، ټول واک يې د طالبانو لاس کې دی، یوازې د ولسوالۍ ودانۍ کې عسکر محاصره پاتې دي.
تر دې وړاندې د دې ولسوالۍ ولسوال محمد قاسم دېسېوال هم پژواک ته ویلي و، چې هیڅوک يې غږ نه اوري او کېدای شي عسکر طالبانو ته د تسیلمۍ لاسونه پورته کړي.
هغه وویل، د غزني والي ته يې څو ځلې زنګونه وهلي، خو هغه ځواب ورکړی او ګواښلی يې دی، چې بیا ورته مزاحمت ونه کړي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري دعوه کوي، چې ولسوالۍ کې دغسې وضعیت نه دی، لکه محاصره عسکر چې وايي، په وینا يې نن يې هم اکمالات ورته کړي دي.
د غزني ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاس کې دي، چې د خوږیاڼو، رشیدانو، زنخان او خواجه عمري ولسوالیو مرکزونه د غزني مرکز ته انتقال شوي دي.
قره باغ، مقر او ګیلان هغه ولسوالۍ دي چې وضعیت يې د اندړو په څېر دی او د حکومتي ځواکونو پښې پکې نښتې دي.