
اشرف غني غزني ته لاړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵تلې، ۱۳۹۷ل): د ا فغانستان د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني نن سهار د يو دولتي پلاوي په مشرۍ غزني ولايت ته ورسېد.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري رسنيو ته ويلي دي چې ولسمشر نن د يو پلاوي په مشرۍ غزني ولايت ته ورسېد چې هلته به له سيمه ييزو چارواکو سره وګوري.
هغه وويل چې دا په تيره يوه مياشت کې غزني ته د ولسمشر غني دوهم سفر دی چې هلته به له امنيتي چارواکو، د پوهنتون او ښوونځيو له استادانو او قومي مشرانو سره په ګډه ناسته کې په بيلابيلو موضوعاتو خبرې وکړي.
له اشرف غني سره په دغه سفر کې د هغه ميرمن رولا غني، انجينر محمد خان، ډاکټر رسول طالب او نور دولتي چارواکي ملتيا کوي .
د يادونې وړ ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې طالبانو د غزني ولايت سقوط کړ چې د څو ورځو له تیرولو وروسته بيرته د غزني له ښار څخه ووتل.
په دې وروستيو کې د هيواد له ګوټ ګوټ څخه د نا امنۍ او جګړو د زياتېدو خبرونه زيات شوي دي؛ خو د امنيتي او نظامي شنونکو په وينا حکومت په امنيت ساتلو کې پاتې راغلی دی او نشي کولای چې د هيواد امنيت وساتي نو په يوه او بله پلمه او اقدام سره حکومت خلک تير باسي.