افغانستان

ضياءالحق امرخېل د اشرف غني  ځانګړی سلاکار ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو د کميسيون د دارالانشاء پخوانی مشر د ګډ حکومت د مشر اشرف غني ځانګړی سلاکار ټاکل شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی امرخېل به د خلکو او سياسي چارو په اړه د ولسمشر ځانګړی سلاکار وي.

د ارګ مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه پوسټ د امرخېل لپاره نوی جوړ شوی دی.

په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې ضياءالحق امرخېل د اشرف په ملاتړ په درغلۍ تورن شوی و، چې  د عبدالله عبدالله د پرله پسې نيوکو او فشارونو له امله له دندې ګوښه شو، له تېرو څلورو کلونو راهيسې بې دندې ګرځېده او يوازې سياسي فعاليتونه يې کول.

نوموړی تېره مياشت د پارلماني ټاکنو له لیسته هم لرې شوی و، خو ده هغه مهال نيوکه کړې وه،چې د ټاکنو له نوملړه د ده لرې کېدل ظلم دی او په دې کې يې د اجرائيه مشرعبدالله عبدالله لاس بللی و.

په ټولنيزو رسنيو کې د ښاغلي امرخېل نوې دنده د سياسي اړيکو او د هغه د خوشحالولو په معنا بلل شوي دي.

د ټولنيزو رسنيو فعالان وايي، اوس چې د ولسمشر غني د واک يوازې څو مياشتې پاتې دي او له تېرو څلورو کلونو راهيسې اشرف غني پر ضياءالحق امرخېل هېڅ ننګه ونه کړه او اوس  يې يو ځل بيا د هغه د خوشحالولو لپاره نوموړی خپل ځانګړی سلاکار ټاکلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x