بنګلدیش؛ پاکستان ته په ماتې ورکولو د اسیا جام پایلوبې ته ووت

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ تله، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م اسیا جام سوپر فور پړاو وروستۍ لوبه کې بنګلدیش لوبډلې پاکستان لوبډلې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د اسیا جام پایلوبې ته یې لار وموندله.

پاکستان لوبډلې چې له دې وړاندې هم له هند لوبډلې څخه ماتې خوړلې وه، تېره شپه د بنګلدیش لوبډلې په ۲۴۰ منډو هدف پوره کولو کې پاتې راغله او د اسیا جام سیالیو څخه بهر شوه.

لوبه کې بنګلدیش لومړی توپوهنه وکړه چې د پېل درې ویکټې یې د ۱۲ منډو په جوړولو له لاسه ورکړې خو وروسته مشفیق الرحیم او محمد میتون ملګرتیا وکړه، بدبختانه مشفیق د ۹۹ منډو په جوړولو وسوځېد، په پای کې بنګلدیش پاکستان ته د ۲۴۰ مناسب منډو هدف وټاکه.

مشفیق الرحیم ۹۹ منډې جوړې کړې او د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه، بالعکس جنید خان د ۱۹ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې پاکستان توپوهونکي ناکام شول او د سر درې ویکټې یې د مستفیض الرحمن په غوره توپ اچونه له لاسه ورکړې، خو وروسته هم ونه توانېدل او د ویکټو غورځېدو سلسله یې روانه وه چې په پای کې یې د ۳۷ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

امام الحق ۸۱، شعیب ملک ۳۰ او اصف علي ۳۱ منډې جوړې کړې، مستفیض الرحمن د پاکستان ۴ مهم لوبغاړي وسوځول.

بنګلدیش لوبډله د دویم ځل لپاره د هند سره د اسیا جام پایلوبې ته ووتله، د شکیب الحسن او تمیم اقبال نه شتون ددوی لپاره ستر کمی دی خو بیا یې هم په تېره لوبه کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د یادونې ده چې د بنګلدیش او هند لوبډلو ترمنځ د اسیا جام ۱۴م پړاو د ۲۰۱۸م کال پایلوبه په ۲۸ سپتمبر د جمعې په ورځ په دوبۍ لوبغالي کې ترسره کیږي.