اردوګان: د القدس شريف څخه دفاع زموږ فرض دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵تله، ۱۳۹۷ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د ملګرو ملتونو نړيوالې کلنۍ غونډې ته ويلي، چې هېواد يې له بيت المقدس شریف څخه دفاع خپل فرض بولي او زياته کړې يې ده، چې انقرې د سوريې پر ادلب ښار د خونړۍ جګړې مخنیوی کړی دی.

ښاغلي اردوګان په نيويارک کې د ملګرو ملتونو غونډې ته په وينا کې وويل، که ټوله نړۍ هم د بيت المقدس له ملاتړه لاس واخلي، ترکيه به د خپلې لومړنۍ قبلې تاريخي او قانوني دفاع او ملاتړ کوي.

هغه امریکا ته په اشاره وویل، چې پر فلسطينيانو مرستې بندل د ظالمانو او غاصبو قوتونو ملاتړ دی.اردوګان دا هم ويلي، چې د ټولې نړۍ واک يوازې د پنځو هېوادونو په لاس کې دی او بايد دغه نظام کې بدلون راشي، تر څو د نړۍ د مظلومو، وږو او وروسته پاتې ولسونو حقونه هغوی ته ورسيږي.

د سوريې د روان بحران په اړه ولسمشر اردوغان وويل، چې هېواد يې لکونو کډوالو ته ځای ورکړی، نورې نړۍ او په ځانګړې توګه اروپا ته يې د کډوالو د يو ستر هجوم مخه نيولې ده.

اردوګان دا هم وويل، چې ترکيې د سوري کډوالو لپاره ۳۲ ميليارده ډالر لګولي او نړيوالې ټولنې يوازې شپږ سوه ميليونه او اروپايي ټولنې ۱.۷ ميليارده ډالر له دوی سره مرستې کړي دي.

د ترکيې ولسمشر د سوريې په اړه هم وويل، چې د روسيې سوچي ښار کې د شوي تړون په مرسته يې پر ادلب ښار د جګړې مخنیوی وکړاو د دغه تړون په مرسته ادلب ښار د حلب، درعا، او غوطه له مسيره وژغورل شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د