د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې او زمونږ مسؤلیت

لیکوال: سید احمد غزنوي

د ځینو نړیوالو او کورنیو رسنیو له قوله، د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو فضا تر بل هر وخته توده شوې. په ځینو ځایو کې د ښکېلو غاړو ترمنځ لیدنې کتنې هم شوي دي.

د یوه مسؤل او ویښ ملت په توګه مونږ ته لازمه ده چې له دې خبرو اترو خبر و اوسو. ځکه دا خاوره زمونږ ټولو ده، تاوان ګټه او مسؤلیت یې هم ټولو ته راجع کیږي. دا چې طالبان د یوه لویې برخې ملت استازولي کوي او د جګړې زور او بار په خپلو اوږو اخلي، د دوی ستر امتیاز دی.

مونږ ته لازه ده چې د خبرو اترو او سولې په برخه کې خپلې مشورې، اندېښنې او برنامې له طالبانو سره شریکې کړو.

له طالبانو سره مرسته وکړو چې څنګه یوې دوامدارې سولې ته رسیدلای شو؟ څنګه کولای شو له امریکا سره له یوه قوي موقفه د خبرو اترو میز ته کینو؟ عام افغانان او اسلامي خوځښتونه په خبرو اترو کې کومې اندېښنې، مشورې او ویل لري؟

له امریکا سره په سوله کې باید کومو اهمو ټکو ته پاملرنه وشي؟ د سولې خبرې په کوم ځای کې وشي؟

د خبرو اترو لپاره څومره وخت وټاکل شي؟ او بلاخره ټولې هغه هڅې وشي چې هېواد کې د سولې لامل کیدای شي.

نه دا چې طالبانو ته په بېلابیلو نومونو او بهانو بېلابیل پیغورونه ورکړو. همدې اونۍ کې مې د یوې اسلامي ډلې د فرهنګي مشر لیکنه ولوستله، ده د لیکنې په پای کې د پېغور په ډول لیکلي وو چې د یوه نظامي ډلې چې موخه یې طالبان وو، له ایډیالوژیکو اشغالګرو سره خبرې اترې بې له سیاسي انتحاره بل څه نه دي.

د سیاسي انتحار دا نظر یوازې د دغه شخص نه دی. دا نظر ډیر پلویان لري.

د دې نظر پلویانو ته دې وویل شي چې پیغورونه د حل لاره نه ده. که رښتیا هم امریکایان اشغالګر بولئ او هیواد ترې خلاصول غواړئ، له طالبانو سره په همدې تړاو ناستې وکړئ. خیر که تاسې هغوی صرف او صرف نظامي ډله بولئ، تاسو خو نړۍ لیدلې، ماسټرۍ او دوکتوراوې مو کړي، میډیا او تعلیم کې بلد یاست، ځان سیاست پوهان ګڼئ. را ولاړ شئ، د پیغورونو پر ځای هغوی ته لاره وښيئ، د سولې په تړاو له ستونزو، ننګونو او ګټو یې خبر کړئ. سیاسي پوهه مو له هغوی مه سپموئ.

د دوکتورا او ماسټرۍ دوران تجربې او افادې مو له هغوی سره ګډې کړئ. میډیایي او جهاني نبوغ مو هغوی ته ورسوئ.
ددې کار ډیرې ګټې دي، یوه یې دا چې د ښاغلي فرهنګي مشر پر وینا، له طالبانو به سیاسي انتحار نه کیږي او که له هغوی سیاسي انتحار وشو، مونږ به هم په کې غرق او دربدره یو.

دا وطن یوازې د طالب نه دی چې د جنګ زور او بار به هغوی پر اوږو وړي، خو مونږ به یوازې پیغورونه ورکوو او په کنایو به یې زوروو.

د طالبانو سره لیدنې تر هر وخته اسانه او مهمې دي. همدا اوس که څوک د طالبانو له استازو سره لیده کاته غواړي، دوو – دریو ورځو کې آن د هغوی د رهبري شورا له غړو سره کتلای شي او خپل نظر، انتقاد، مشوره او خبره تر طالب رهبرۍ رسولای شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی اتاڼچی
میلمه
حاجی اتاڼچی

غزنوی صاحب سلامونه.پښتو ډیر ښه متلونه لری،یو متل وایی چه،یو یی په کلی کی نه پریښود او هغه کالی له ملک سره کیښودل غوښتل.موږ (عام ولس)له پاسه د امریکا طیاری اوپه ځمکه د طالیبانو ماینونه دی،او بل متل دی وایی چه ،په اوبو کی ولاړ څه تر ښیګرو؟ یا څه تر زنګون؟زمکه راباندی سور تنور دی،خیټه می د ډوډی په ارامان ده،زه سوله غواړم هیڅ فرق راته نه کوی چه څه قسم سوله وی،زما (عام ولس)څخه هیڅ چا پوښتنه نه کړی او نه د کوی،هسی نه کبر شی ،هغه د ښپانه متل چه نه شی،چه شپانه نه پیدا کوله.خو کله… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

زه د پورته لیکنی په هکله د ویلو څه نلرم خو فقط دومره وایم چي:
که خپل نوم داسی ولیکو ښه به وی:
مثلاً:
ملګری اتاڼچی
مثلاً:
جنرال اتاڼچی
مثلاً:
پروفیسور اتاڼچی
مثلاً:
شنونکی اتاڼچی
یا مثلاً د نړی دوهم اتاڼچی
ځان حاجی!! خراباتی یا حاجی!! اتاڼچی بلل خپلو وطنوالو ته یو ډول توهین او یا یو ډول د دښمنۍ او کرکی څخه ډکه د یوې احمقانه عُقدې چاودنه ده.