د امریکایي سپي او ناامریکایي انسان د حقوقو پرتله

خالد افغان زوی

دا پیښه په ۱۹۹۷ میلادي کال کې د امریکا په سانفرانسسکو کې شوې وه چې هغه مهال ورباندې د نړۍ بیلابیلو اخبارونو خبرونه هم خپاره کړل. له دې جملې په سهار ورځپاڼه کې وتلي افغان لیکوال محمد زبیر شفیقي صاحب هم ورباندې یو تنقیدي کالم ولیکه.  پیښه داسې وه چې د امریکا د سانفرانسسکو ښار په یوه کور کې درې کسان اوسیدل. ۳۲ کلن (بېل) د هغه اته کلن زوی( جیم) او ددوی دواړو سپی چې ( ټام) نوم یې ورته غوره کړی و.

یوه ورځ بیل له خپل سپي سره دکرکټ په توپ لوبه کوله، بیل به بال وواهه او سپي به توپ بیرته په خوله کې ورته راووړ. په لوبه لوبه کې سپی خپه شو، د توپ راوړل یي پریښودل، د کور د برنډې په یوه کونج کې پریووت او غورېده.

په همدې وخت کې د بیل ماشوم زوی جیم کور ته راننوت، د معمول سره سم یې د سپي په خوا منډه ورواخیسته او غوښتل یې چې ناز ورسره وکړي. خو سپی چې له وړاندې په غوسه و دخپل حیواني مزاج له امله یې په ماشوم حمله وکړه او پرمخ یې داړې ورولګولې. ماشوم په چیغو شو او بیل چې دغه حالت ولید نو د خپل زوی د خلاصون په هڅه کې یې په سپي باندې د کرکټ د ډنډې ګوزار وکړ، سپی یې په سر وواهه، چې له دې وهلو سره سپی ځای په ځای رانسکور شو او ساه یې ورکړه.

د بیل یوه ګاونډي د خپل کور له کړکۍ څخه یي دغه صحنه لیدلې وه، سمدستي یې پولیسو ته ټیلفون وکړ، بیل لا د خپل زوی زخم نه و مینځلی چې پولیس راورسیدل، د پیښې د ځای تصویرونه یي واخیستل، د وژلو آله ( بېټ) یي پیدا کړ، د مجرم د ګوتو نښانونه یي واخیستل، زخمي ماشوم یي روغتون ته ولیږه او بیل یې د زندان د تمبو شاته واچاوه.

سبا چې دا پیښه په اخبارونو کې خپره شوه، نو امریکایي اولس سرتر پایه احتجاج شو، د ځناورو د حقوقو کمیسیونونو مظاهرې وویستې، اولس د قاتل د برالا اعدام غوښتنه وکړه. اخبارونو په دې ظلم سرمقالې ولیکلې، په راتلونکو ورځو کې دغه احتجاج بالاخره په یوه ستر خوځښت بدل شو. ځایي حکومت د ( بیل د سپي) د دوسیې په حل مصروف شو. په محکمه کې د قاتل بیل او مقتول سپي وکیلانو یو د بل خلاف په د دلیلونو، دعوو او دفع دعوو انبارونه جوړ کړل. د بیل دماغي معاینه وشوه، د انساني احساساتو او عواطفو له ماهرینو نظر وغوښتل شو. او بالاخر یې بيل پردې له زندان خلاص او ویي باښه چې ذهني ناروغ دی. بیا هم ورته هدایت وشو چې پاتې ژوند به د سپیانو د حقوقو په دفاع او خدمت کې تیروي.

خو په دې پیښه کې تر ټولو جالب څه د کالیفورنیا آیالت د یوه اخبار سروې وه، چې څلور لکه کسان په کې پوښتل شوي وو. په سروې کې پوښتل شویو درې لکه شپاړس زره او او دیارلس تنو ویلي وو چې دغې پیښې د دوی په رواني حالت بد اغیز کړی او د دوی خوب ګډوډ شوی دی.دوی ویل چې کله دخوب په نیت سترګې پټې کړي نو سمدستي یې د وژل شوي سپي( ټام) له مایوسۍ ډکې سترګې  سترګو ته ودریږي او په سوالیه انداز ترې پوښتي چې: زما ګناه خو دومره لویه نه ه، زه یې ولې ووژلم؟؟؟

هغه وخت چې دا پیښه په امریکا کې کیدله، زموږ اولس امریکا او امریکایان پوره نه پيژندل. عمومي باور او مسلط تعبیر دا و چې امریکا یو داسې هیواد دی چې د بشري حقوقو د ساتنې او حمایت په اساس رامنځته شوی دی او په ګرده نړۍ کې د انسانانو له حقوقو دفاع کوي. د سانفرانسیسکو د پيښې په شان پیښې به چې کله د ځایي اخبارونو د جالبو خبرونو په ستون کې راغلې نو خلکو به له خپل ځان سره د امریکا په بشر پالنې آفرینونه ویل او په امریکایي عدالت به یې غبطه کیدله.

له دې پیښې څلور کاله وروسته امریکایانو زموږ د هیواد په خوا رامخه کړه. له راتلو وړاندې یې له ځمکې او فضاء څخه په بیلابیلو امواجو تبلیغاتي خپرونې هم راپیل کړې، په دغو خپرونو کې یې خپل د کرایې نطاقان کینول او د امریکایي عدالت او بشر دوستۍ سروکی یې په خوله ورکړ.

په داسې حال کې چې امریکایانو په افغانستان بمبار پیل کړی و، ډیزي کټر او غنچه یي بمونه یي ورول، کلي یي ورانول او کورونه یي میراتول،خو د ازادۍ راډیو په شان د امریکا تبلیغاتي دستګاوو  د امریکایي عدالت، ولسواکۍ، بشري حقوقو او بشرپالنې سریندې غږولې. په دې لړ کې زموږ د منور او تعلیم یافته قشر یوه لویه کتله چې په ډالري معاشونو یې دندې پیل کړې وې، هغوی هم د امریکایي بشردوستۍ تبلیغ او د مسټر بوش ثنا او صفت ته کار ووایه.

په افغانستان د امریکایي ناتار له پیله دا دی اوولس کاله تیریږي. په دې کلونو کې امریکایانو د افغان انسانانو د وژلو لپاره یو نیم ټریلیون ډالر لګولي دي. په لکونو افغانان یي شهیدان کړل، سلامت کلي یې په هدیرو بدل کړل، په ودونو، خیراتونو او جنازو یي بمبارونه وکړل، مدرسې او ښوونځي یې د ماشومو اطفالو په ډلییزو قبرونو واړول. د زنګاوات په شان یې د زانګو ماشومان په چړو ذبح او په اور پاخه کړل. زموږ اولس تمه درلوده چې د امریکایي عسکرو او د هغوی په میوږي د نڅیدونکو ټوپکیانو په دې قتل و قتال به لږ د امریکایي اولس او امریکا پلوو زړه هم ودردیږي.

زموږ حد اقل هیله دا وه چې د سانفرانسیسکو د مقتول سپي په وژنه چې څومره امریکایي اولس ټکان وخوړ، څومره یي د بشري حقوقو ټولنې وبوږنولې او څومره د اخبارونو، مجلو او ټیلویزیونونو په سرخطونو کې ځای ورکړل شو، زموږ د لسګونو زره وژل شویو اولسي وګړو وینو ته هم همدومره قدرې التفات خو وشي. که نور نه وي یوه ورځ خو به په کومه امریکایي ورځپاڼه کې د افغان انسان د بې موجبه قتل په احتجاج کې یو مطلب راشي. یوه ورځ خو به د بشري حقوقو بیرغداران د دې مظالمو په احتجاج کې مظاهره وکړي او یا خو به یې د تقبیح اعلامیه صادره کړي.

خو په تیرو اوولسو کلونو کې، درحالیکه چې د امریکایانو لخوا د افغان اولس وژل د ورځې خبرې ګرځیدلې. نه تنها دا چې په دې وحشتونو د چا زړه بریښ نه کا، علاوه لا دا چې مقتول اولس ته د ترهګرۍ پیغور هم ورکول کیږي او د لا نورو وسلو د استعمال او تجربې ګواښ ورته کیږي.

دا چې په امریکایي عدالت او تهذیب کې د  زرګونو غیر امریکایي( افغان) انسانانو وینه د یوه امریکایي سپي د وینې هومره اهمیت او وزن نلري او نه یې په تویولو څوک پروا کوي. له دې معادلې څخه دغه یوه نتیجه را وځي چې له لویه سره د غرب تمدن، اخلاقیات او بشرپالنه یوازې د امریکایي او غربي انسانانو لپاره دي. زموږ غرب زده ګان چې دلته راته په غربي معیارونو او بشردوستۍ خوله تړپوي، باید په دې پوه شي چې خپل دغه کورت دې همالته په غرب کې خرڅ کړي، ځکه دلته نه خریدار لري او نه یي هم څوک ورسره مني.

لوړ جریانات ثابتوي چې په امریکایي عدالت کې د ټول  غیر امریکایي انسانیت تر وینو یو امریکایي سپی ډیر اهمیت او منزلت لري. نو هغوی چې له امریکا سره یي خپل سرنوشت تړلی، امریکا ورته د نړۍ پولیس او د بشریت ناجي ښکاري او یا هم د امریکایي تمدن ارمانجن دي، باید دا هم ورسره فرض کړي چې د دغه تمدن له حقوقو او مزایاوو د برخمن کیدو لپاره به اول له ځانه امریکایي سپی جوړوي او بیا به یې د ژوند حقوق تضمین وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

وايي چي سومره چي تمدن مخته زي هغومره وحشت رامخته كيژي. هغه وخت به مو پياد وي چي امريكايانو پر عراق حمله وكره ، په يوه وخت كي ٤٠٠ الوتكو پرواز أو بمباري پري كولي، داچي سومره انسانان پكي وژل كيدل دوي يي پروا هم نه كول ، په همدي وخت كي چي خلك مره أو نيم ژواندي تَر خاورو لاندي وه سوك نه وو چي كومك ته ورودانگي ، خو يو سو داني هيلي چي په اوبو كي په تيلو شويوي يوه يوه دانه به يي خورا په همدردى سره پريوله او ددنيا په تلويزونو كي به يي ننداري… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

د سپی سره مینه د شیطان د قاموس یوه مهمه برخه ده لکه څنګه چه د استعماری سیاستونو په اساس نورو انسانانو ته سپکاوی د شیطان د قاموس یوه برخه ده.
د سالم انسان عقیدوی رسالت:
د شیطان د اعدام د حُکم پر اجراء باور درلودل.
هغه ورځ راتلونکې ده چه دا حُکم اجراء شی او وینه او مینه په دقیقه توګه تعریف او تفسیر او تبصیر او تعبیر شی.