افغانستان

غزني: د ولايت په مقام توغنديز بريد شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵تلې، ۱۳۹۷ل): غزني ولايت ته د ولسمشر غني له سفر سره سم طالبانو د غزني ولايت پر مقام توغنديز بريد کړی دی، چې د ولايت مقام ته څېرمه لګيدلي دي.

د غزني امنيتي مسؤلين وايي چې د غزني له چارواکو سره د ولسمشر غني د ليدلو پر مهال په دغه ولايت کې د هغه استوګنځي ته څېرمه د طالبانو لوري توغول شوي درې توغندي ولګېدل.

امنيتي مسؤلينو ويلي دي چې په بريد کې کوم مالي او ځاني زيان چاته نه دی اوښتی.

بل لور ته په ورته وخت کې د غزني ښار ته څېرمه د قلعه قاضي په سيمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې ولسمشر غني په دغه ولايت کې امنيتي او اداري چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې په دغه ولايت کې امنيت ته پام وکړي.

وروسته له هغه چې طالبانو نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې غزني ولايت سقوط کړ د ولسمشر غني دا دوهم سفر دی چې دغه ولايت ته يې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x