یمنی وګړوهم دعبدالله صالح په خلاف په سختو مظاهرو لاس پوری کړ

yamanپه زرهاوو یمنیانو دیمن په بلازمینه صنعا کی راغونډشوی اودیمنی صدرعبدالله صالح په خلاف مظاهرویی لاس پوری کړیدی اوله

نومړی  څخه یی غوښتی چه ددیرشوکلنو اوږدی حکمرانی وروسته دی څخه دی نور له حکومت څخه لاس په سرشی.

په یمن کی دارنګه مظاهری له هغه څخه وروسته راپور ته شوی کله چی دټونس خلګو دټونس دصدرپه خلاف درندی مظاهری وکړی اونوموړی یی دی ته مجبوره کړ چه له وطنه په تیښته وغورځیږی. 

اوله هغ څخه وروسته په مصر کی دمصرخلګو دحسن مبارک په خلاف په مظاهرو لاس پوری کړ چه تراوسه پوری دوام لری
یمنی کیڼ لاسی غړی اونوروځوانانو کارګرانو دښارپه څلورو برخوکی راغونډشوی اودپوهنتنونو دزده کونکو په ګډه دحکومت په خلاف شعارونه ورکوی.
په دی نژدی کی دیمن حکومت له ډیرو زیاتو کورنی مشکلاتو سره مخامخ دی لکه بیکاری، کورنی امنیتی شخړی اوپه جنوب کی دازادی غوښتونکو پاڅون اوهمدارنګه په شمال کی دشیعه حوثیانو مخالفت.
داسی انګیری کیږی چه کیداشی یمن په راتلونکی کی دالقائدی لپاره یوه محفوظه ځاله وی، ځکه چه ځینی یمنی ځوانان لیدل کیږی چه دالقائده له ډلوسره یوځای کیږی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.