افغانستان

د بلخ له پوهنتون څخه په لومړي ځل ۲۷ تنو ماسټري ترلاسه کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵تلې، ۱۳۹۷ل): د بلخ له پوهنتون څخه په لومړي ځل ۲۷ تنه محصلين د اقتصاد پوهنځي د مالي او حساب دارۍ په څانګه کې خپلې زده کړې بشپړې کړې او د ماسټرۍ اسناد يې ترلاسه کړل.

د بلخ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئيس محمد حکيم صاحب زاده وويل چې د ماسټرۍ پروګرام دوه کاله مخکې د بلخ په پوهنتون کې پيل شو چې په لومړۍ دوره کې يې د ماسټرۍ له پوهنځي څخه ۲۷ تنه فارغ کړل.

هغه وويل چې دغې سيالۍ ته محصلين د ازادۍ ازموينې له لوري راغلي وو چې په دوه کلونو کې يې مالي او حسابدارۍ څانګه کې خپلې د ماسټرۍ زده کړې بشپړې کړې.

صاحب زاده وويل چې په دغو محصلينو کې يې ۸ تنه د بلخ پوهنتون هغه استادان دي چې په ياد پوهنتون کې يې د ليسانس په کچه زده کړې لرلې خو اوس ماسټر شول.

د بلخ له پوهنتون څخه فارغ شویو محصلينو خوښي څرګنده کړه چې له هيواده بهر د زده کړو وس يې نه کيده او په دې خوښ دي چې د هيواد په دننه يې د ماسټرۍ زده کړې بشپړې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx