په اسیا جام کې سختو ماتو د سرفراز احمد خوبونه تښتولي وو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ تلې، ۱۳۹۷ل): د ۱۴م پړاو په اسیا جام سیالیو کې د پاکستان ملي لوبډله له بنګلدیش څخه له سختې ماتې خوړلو وروسته د یاد جام څخه بهر شوه.

د پاکستان لوبډلمشر سرفراز احمد وایي چې په یاد جام کې سختو ماتو خوړلو یې اعصاب ناکراره کړي وو چې له کبله یې په شپو شپو خوبونه تښتېدلي وو.

د پاکستان ملي لوبډې د اسیا جام په ګروپ ای کې د هانګ کانګ او هند لوبډلو سره ځای درلود، چې هانګ کانګ ته یې ماتې ورکړه خو د هند لوبډلې څخه یې د ۸ ویکټو په ستر توپیر ماتې وخوړه.

د هانګ کانګ په بهر کېدلو پاکستان لوبډله وتوانېده دویم پړاو ته لار ومومي، په دویم پړاو کې لومړی له افغانستان لوبډلې سره مخ شوه چې په ډیره سخته او ستونزمن حالت کې یې بریا خپله کړه، د لوبې په وروستي وخت کې د سرفراز احمد پرمخ د خپګان او پریشانۍ نښې له ورایه ښکارېدې، دوی فکر نه کاوه افغانستان لوبډله به دوی ته دومره ستونزمنه پېښه شي.

په همدې پړاو کې یو وار بیا پاکستان لوبډلې ته هند لوبډلې د ۹ ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه، چې وروسته پایلوبې ته د لار موندلو لپاره له بنګلدیش سره سیالۍ ترسره شوه چې بنګلدیش لوبډله د یاد جام پایلوبې ته ووته او پاکستان لوبډله له سیالیو بهر شوه.

سرفراز احمد چې د پاکستان لوبډلې مشري یې کوله پاکستان ته په ستنېدو یې د رسنیو پرمخ وویل چې ”تاسې باور نه کوئ خو ما پرلپسې تېرې شپږ شپې د سخت فشار او خپګان له کبله یوه شېبه خوب هم نه دی کړی“.

سرفراز احمد په اسیا جام کې څلور سیالۍ ترسره کړې، چې ټولې یې ۶۸ منډې جوړې کړې، نوموړي د خپلو ماتو ملامتیا پر ځان واچوله او زیاته یې کړه چې په لوبډله کې یې هیڅ د مشرتوب حق ادا نه کړ.

دنوموړي خرابې کارکردګۍ پاکستان کرېکټ بورډ د لوبډلمشر په بدلولو غور کاوه، خو پریکړه یې وکړه چې د استرالیا سره په راتلونکې میاشت سیالیو کې لوبډلمشري ترسره کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د