افغانستان

د امريکا ايف ۳۵ ډوله الوتکې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې بمبار کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶تله ، ۱۳۹۷ل): امریکايي چارواکو ويلي، چې د امریکا ايف ۳۵ جټ جنګي الوتکو تېره ورځ د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د طالبانو پر يوه مرکز بمبار کړی دی. ويل کيږي، چې دغه الوتکې د عربي سمندر څخه افغانستان ته  پرواز کړی دی.

ايف ۳۵ جنګي الوتکې د امریکا تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکې بلل کيږي او د لومړي ځل لپاره يې په افغانستان کې بمبارۍ پيل کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګون» يوه لوړپوړي افسر چندلر نيملز امريکايي رسنيو ته ويلي، چې د ايف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو کارول په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت د ژغورلو لپاره تر ټولو ګټوره لاره ده.

د امریکا دغو پرمختللو جنګي الوتکو په داسې حال کې په افغانستان کې بمبار پيل کړی، چې د دغو بمباريو له امله د ولسي خلکو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازيتوب دفتر وايي، چې د افغان حکومت او بهرنيو الوتکو په بمباريو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه زياته شوې ده.

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍکې په تېرو لڼدو ورځو کې شپېته ملکيان وژل شوي، همدارنګه په کاپيسا، ميدان وردګو، کندوز، لوګر او نورو سيمو کې هم د ملکيانو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې ده، خو د ګډ حکومت سربېره امریکايي چارواکي په دې اړه د رسنيو او څېړنيزو مرکزونو پوښتنو ته ځواب نه وايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د نظم نوین جهانی ( چه په راست کی یی امریکا او بیا اروپا قرار لری ) حګړه د الله ج او ټول انسانیت سره ده د کومو چه په بشریت کی د انسانانو سره ګډ مخرح لری مګر د نور انسانیت په مخالف قطب کی قرار لری . دوی ایف ۵۲ الوتکی او داسی نوری هم وکارولی او هر ډول مهیب او دهشتناک ډرون الوتکی ، ټنیکونه ، نظامی مهمات تر موربم او پلار بم پوری زمونږ په مظلوم اولس وکارول او کاروی پریږده چه ایف ۳۵ هم وکاروی زه باور لرم چه د اتومی وسلو بقایا یی په… نور لوستل »

جميل

امربكا أو وحشي ملگرو يي پر دي درديدلي خاوري او مظلوم ولس هغه وسلي چي دوي پخپله منوع اعلان كريدي ، وازمويلي ، زينو خو يي په زغرده او په دير جرءت اعلان هم وكى ، أو هغه ظلمونه چي دوي وكره هتلر پر يهودو نه وه كري. ددي دنيا هر لوى هوا نيولى گبر چي زان دير لوى ورته معلوم سي رازي أفغانستان ته او خپل زور دلته معلوموي ، تس هوايي په ختو شي او گنجلك ووزى. دا په دي چي د الله(ج) رضا بله ده، سربيره پر مرگ ژوبلي او مهاجرت نن هم د أفغانستان خلك تر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x