د افغان وژنې لپاره مزید امریکايي تسلیحات

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

تیره ورځ خبري رسنیو خبر ورکړ چې د امریکا نويو جټ (F-35B) جنګي الوتکو د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې خپل جنګي فعالیت په بریالیتوب پایته ورساوه.

په داسي حال کې چې امریکايي رسنۍ د افغانستاان د سولې لپاره د نوي ټاکل شوي استازي زلمي خلیلزاد د سوله ییزو فعالیتونو رپوټونه خپروي ، د امریکا د دفاع وزارت په یوه تازه اقدام کې په افغانستان کې د نیویو پرمختللیو (F-35B) جنګي الوتکو د کارونې خبر ورکوي او د یاد وزارت یو مسؤل چارواکي چندلر نيملز امريکايي رسنيو ته ويلي، چې په افغانستان کې د (F-35B) ډوله جنګي الوتکو استخدام د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت د ژغورلو لپاره تر ټولو موثره وسیله ده.

(F-35B) بم غورځوونکې الوتکې د امریکا د هوايي ځواک هغه تر ټولو پرمختللې الوتکې دي چې رادار یې نشي کشف ولای او د لایزري بمونو په وسیله خپل هدف له ډیرې لوړې ارتفاع څخه په نښه کوي.

یادو الوتکو تیره ورځ له عرب سمندرګې څخه په داسې حال کې د افغانستان په داخل کې خپل اهداف په نښه کړل چې افغان حکومت یې نه د افغانستان فضاء ته له داخلیدو او نه هم د افغانستان په داخل کې د هغوی له جنګي فعالیته اطلاع لرله.

امریکا په داسې حال کې په افغانستان کې نوې جنګي (F-35B) الوتکې کاروي چې ملکري ملتونه په هیواد کې د امریکايي بمباریو له امله د ولسي خلکو په مرګ ژوبله کې د ۵۲ سلنې زیاتوالي خبر ورکړی.

د امریکایانو لخوا په افغانستان کې د نویو جنګي (F-35B) الوتکو له کارونې څخه جوتیږي چې واشنګټن په افغانستان کې د افغانانو هغو غوښتنو ته چې د دوی د ړندو بمباریو د درولو په خاطر یې کوي هیڅ اعتناء نه لري او غواړي مزید افغان وژنې ته د نویو امریکايي تسلیحاتو په کارولو سره زیاتوالی ورکړي.

ګډ حکومت چې د امریکايي ځواکونو په بمباریو اوشپنیو عملیاتو کې د افغانانو د وژلو او ژوبلولو تراژیدي په سترګو ویني په اړه یې کاملا بي تفاوتي ښيي او د انتخاباتي ډرامې په غورځو پرځو کې ځان له هرڅه نا خبره بولي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی اتاڼچی
میلمه
حاجی اتاڼچی

زه ګیله د امریکا څخه نه کوم،ځکه چه په نری کافر او دښمن دی،او د هیڅ رحم توقع هم ورڅخه نه لرم.ګیله می له خپل مسلمان ورور ،طالیب ،چه ځان زما مدافع بولی کوم.هغه دا چه ولی سوله او خبری ته نه کینی؟امریکا هره یوه خبره منی حتی وتلو ته هم تیار دی،که هر څومره د مرګ تجهیزونه چه افغانستان راځی ،نو موږ عام ولس به په مرو،په جنګ کی ښکیل غاړی به صرف زموږ تماشا کوی.کله یی چه زړونه را باندی یخ شول بیا به مو پریږدی،زموږ یوازنی تیښته الله ج ته ،نه د امریکا طیاره غواړم او نه… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

اتڼ خو دغلط زدکړی ،طالب چې ستا مدافع وی نو له اشغالګر سره څرنګه سوله وکړي ؟؟ یانې اشغالګرو ته ووایې چې ستا حضور منم او ټوپک په مځکه ږدم او تسلیمیږم اوستا له خوا فاسد افغاني رژیم به زما لار ښوود او زه به یې متابعت کوم ؟؟ دا نو کوم ډول اتڼ دی دا خو احماقت په طاقت د څلورو دی ! د سولې اول قدم د اشغالګرو وتل دي که دا کار ونشي سوله به نه راځي او که څوک یې غواړي هغه د طالبانو له زرګونو شهیدانو سره لوی خیانت دی !! اتڼچي صیب کوم شی… نور لوستل »

حاجی اتاڼچی
میلمه
حاجی اتاڼچی

پتنګ صاحب.قره باغی سندره بولی وایی چه.بیګاه پلو غرمه شوروا لری ،ته څه پروا لری؟ډوډی د ګرمه،اوبه د ساړی.ماشومان د په امن .ټول په انګلش مکتب کی.ته په غرب کی مهاجر تور کار، ورسره سوسیال لری.ته څه پروا لری؟طالیب،ملی اردو،پولیس چه شهیدان شی.زه یی خښوم،کونډی یتیمان یی زه سنبلموم.زه په ژاړم،زه یی قبر کندم.ته خو په امن په سوله کی په غرب کی ناست یی ،ته سوله څه کوی،؟ته غم څه پیژنی،؟که مرم زه مرم،که وږی تږی یم زه یم ،زه سوله غواړم ،د خپل ځان لپاره او د نور افغانانو لپاره،زه نور غیرت نه کوم څلویښت کاله جنګ اوغیرت… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

دومره چه طالبانو په انتحاری حملو کی وژلی اونور یی هم وژنی فکر کوم امریکایانو به نه وی وژلي.