افغانستان

په پنځه کاله بند محکوم مجرم هم د نوماندانو په ليست کې دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تله ، ۱۳۹۷ل): له پکتيکا ولايت څخه ولسي جرګې ته يو نوماند چې د محکمې له لوري په پنځه کاله بند محکوم شوی دی لاهم د فعالو نوماندانو په ليست کې دی او د ټاکنو کمپاين يې پيل کړی دی.

له پکتيکا ولايت څخه ولسي جرګې ته دغه نوماند چې محمد ميرزا کټوازی نوميږي، د کابل ښار د لومړۍ حوزې د لومړۍ محکمې د عامه امنيت د ديوان له لوري د جعل کارۍ په تور په سزا محکوم شوی دی او د نيولو امر يې شوی دی خو تر دا مهاله ازاد ګرځي.

په کټوازي ددې تور دی چې د څو زغره والو موټرو په پليټونو او اسنادو کې يې جعل کاري کړې ده، چې څو ځلې ورته د محکمې له لوري د حاضرېدو خبر ورکړل شوی دی خو نه دی حاضر شوی چې په غياب کې يې پريکړه شوې ده او په پنځه کاله بند محکوم شوی دی.

کټوازی له دې جرم نه مخکې هم د ملي امنيت له لوري نيول شوی و چې د ځينو لوړ پوړو چارواکو په ضمانت له بنده خوشې شوی و خو قضيه يې د محکمې تر څېړنې لاندې وه.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې د ميرزا محمد يو تن ضامن او د افغان خليج سياحتي شرکت مسؤل حبيب الله ځکه د محکمې تر عدلي تعقيب لاندې راغلی دی چې د کټوازي ضمانت يې کړی و خو هغه بیا ونشول کولای چې کټوازی محکمې ته حاضر کړي.

د کابل ښار د لومړۍ حوزې د عامه امنيت ديوان د ۱۶۴ شميرې مکتوب چې په ۱۳۹۴ کال د وږې په څلورمه نېټه صادر شوی دی په کې ويل شوي دي چې کټوازی درې ځلې محکمې ته جلب شوی دی خو هغه نه دی حاضر شوی.

د تاکنيزو شکايتونو کميسيون وياند علي رضا روحاني په دې اړه څه نه دي ويلي خو وايي چې د کميسيون ټولې پريکړې له قانون او تګلارو سره سمې ترسره شوي دي خو زياته يې کړه چې که چېرته اوس هم د ټاکنو کميسيون ته مجرم نوماند په لاس ورشي اوس به يې هم د قانون له مخې د نوماندانو له ليسته لرې کړي.

د ولسي جرګې ټاکنې چې نژدې شل ورځې ورته پاتې دي په کې له ټول افغانستان څخه څه له پاسه ۲۵۰۰
نوماندان ولاړ دي چې ددې له جملې څخه به يې ۲۴۹ ولسي جرګې ته ځي.

تر دې وړاندې د ټاکنو کميسيون په لسګونو هغه نوماندان د ټاکنو له ليسته څخه لرې کړل چې په بيلابيلو جرمونو تورن وو، خو دا چې د محکمې له لوري تورن ميرزا کټوازی په ليست کې پاتې دی نو د ټاکنو د کميسيون په اړه يې د خلکو شکونه او انديښنې راپارولي دي.

شنونکي وايي چې د افغانستان پارلمان په تېرو دوو دورو کې ښه وکيلان نه درلودل، نو ځکه هم څومره چې تمه کېدله ولس ته هغسې کار ونشو او وکيلانو له دولتي امتيازاتو څخه په استفادي خپل شخصي کارونه وکړل.

شنونکي وايي چې دا ځل هم د نوماندانو ډيری برخه زورواکي، قاچاقبران او مافيايي کړيو کسان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x