
د علماوو په نوم یو پلاوی، پاکستان ته تللی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا وايي، د علماوو په نوم یو پلاوی يې له پاکستاني علماوو سره د ملاقات لپاره هغه هېواد ته لېږلی.
د دې شورا ویاند احسان طاهري وايي، دغه پلاوی پرون «جمعه» د مولوي عطاءالله لودین په مشرۍ اسلام اباد ته رسېدلی دی.
هغه وايي دوی به د «دین» په رڼا کې د سولې په اړه بحثونه ولري.
د سولې شورا غړی قاضي امین وقاد وايي، دوی به د جګړې پر زیانونو خبرې وکړي او د پاکستان نوي حکومت ته به د سولې ارزښت په ډاګه کړي.
تر دې وړاندې هم د سولې شورا، تر چوکاټ لاندې د علماوو په نوم غونډې او کنفرانسونه جوړ شوي دي، خو اغېز يې نه دی درلودلی.
د شنونکو په باور دا ډول یو اړخیزې غونډې یوازې د سولې په اړه ذهنونه مغشوشولی شي، هواری نه رامنځته کوي.